بشكيك 19 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر مساتو كانډا سره ليدلي دي ، په ملاقات كښې د پاكستان ډيجيټل نيشن وژن په اعليٰ كچه مرسته خبرې وشوې۔ د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزيرې قامي ډيجيټل انفراسټركچر، ډيټا سينټرز او نيټ ورك منصوبو كښې د مشتركه سرمايه كارۍ تجويز …
وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر مساتو كانډا سره وليدل

مزید خبریں
بشكيك 19 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر مساتو كانډا سره ليدلي دي ، په ملاقات كښې د پاكستان ډيجيټل نيشن وژن په اعليٰ كچه مرسته خبرې وشوې۔ د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزيرې قامي ډيجيټل انفراسټركچر، ډيټا سينټرز او نيټ ورك منصوبو كښې د مشتركه سرمايه كارۍ تجويز وړاندې كړو۔ دې د پاكستان د نيشنل فائبرائزيشن پلان لپاره د منطقې په كچه د مرستې په زياتولو زور راوړو۔ په ملاقات كښې پاكستان كښې د سي اے آر اي سي ډيجيټل كوريډور د لارې د سيم ايز ډيجيټل ګيټ وے په جوړولو غور وشو۔ وفاقي وزيرې د بېنك د ډيجيټل سيكټر تګلارې لپاره د نتيجې وړ د سرمايه كارۍ په ماډل خبرې وكړې۔ شزه فاطمه د مصنوعي زېركتيا، ايګزيونومي، فن ټيك او هيلتھ ټيك د پبلك سيكټر پائلټس لپاره په تكنيكي معاونت هم خبرې وكړې٬ پاكستان د مصنوعي زېركتيا او ډيجيټل انوويشن لپاره په هائي امپيكټ يوز كيسز د مشتركه فنډنګ تجويز وړاندې كړو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










