وفاقي وزير رانا تنوير حسين په سپين كښې د انټرنيشنل اوليو كونسل په 122مه غونډه كښې ګډون

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په قرطبه، سپين كښې د انټرنيشنل اوليو كونسل (آئي او سي) په 122مه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده او په دې موقع يې غونډې ته وېنا هم كړې٬ په دې نړيواله غونډه كښې د بېلو هېوادونو وزيرانو٬ پوهانو او د خونه صنعت سره تړون لرونكو لارښودو ګډون كولو۔ په دې …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په قرطبه، سپين كښې د انټرنيشنل اوليو كونسل (آئي او سي) په 122مه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده او په دې موقع يې غونډې ته وېنا هم كړې٬ په دې نړيواله غونډه كښې د بېلو هېوادونو وزيرانو٬ پوهانو او د خونه صنعت سره تړون لرونكو لارښودو ګډون كولو۔ په دې موقع وفاقي وزير د زرعي چارو لپاره د هسپانوي وزير، د فشريرز او د خوراك لوئيس پلانس، د انټرنيشنل اوليو كونسل ايګزيكټو ډائريكټر جائمے ليلو او د سپين د خونه (زيتون) څانګې د كوربتوب مننه وكړه۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان حكومت ګرد هېواد كښې يو تل پاتې او د مسابقتي زيتون ويليو چين جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل د دې قامي پروګرام دوه بنيادي مقاصد دي، د خوراكي تېلو په درامد انحصار كمول او د خونه كر، پروسيسنګ او د ويليو ايډيشن د لارې د كليوال كميونټيز لپاره د عزت د روزګار موقعې راپېدا كول دي۔ رانا تنوير حسين ووئيل نيشنل اوليو پروګرام نه يوازې زرعي منصوبه ده بلكې يو ګڼ اړخيزه پرمختيائي اقدامات دي چې دوه چنده اثرات لري٬ دا پروګرام د موسمياتي بدلون اثرات كمولو، د زمكې بهېدو او د صحرا ځپلې كېدو لاره نيولو ، زرعي تنوع زياتولو او كليوال معيشت مضبوطولو كښې مهم كردار لوبوي٬ د دې وژن له مخې حكومت يو شمېر سهولتونه جوړ كړي چې پكښې 51 د زيتون آئل ايكسټريكشن يونټس، 6 فروټ پروسيسنګ فيكټرۍ، 5 ويډر اسټيشن، 14 نرسرۍ او 4 اوليو آئل كوالټي ليبارټريز شاملې دي، چې پكښې يو جديد سينسري ايويليوايشن ليب هم شامل دے٬ دې كښې به د زرګونو په شمېر مېرمنو او ځوانانو ته د خونه د ويليو چين په بېلو پړاٶنو كښې تربيه وركولې شي او د 90 نه زيات سټارټ اپس په زيتون اډانه د كاروبار د لارې ځائي معيشت كښې مثبت كردار لوبوي۔ وفاقي وزير په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاكستان سټارټ اپ برانډ “LO – لورالائي اوليو” په نيويارك اوليو آئل كوالټي مقابله كښې سلور ايوارډ ګټلو سره په نړيواله كچه د پاكستان د خونه معيار او ممكنات رامخې ته كړې دي ۔ ده ووئيل حكومت اوليو ويليو چين پاليسي 2030 هم جوړه كړې ده كومه ه چې به د زيتون څانګې تل پاتي ترقي، موثر نظم او نسق او جدت لپاره واضحه اصول وركوي او نړيوالو ښو طريقو سره به سمون خوري۔ رانا تنوير حسين ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره اړيكې لا قوي كولو او د زېتون نړيوال صنعت يو بهتر، مستحكم او تل پاتې سباٶن لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري۔

مزید خبریں