چِلي كښې د واورې طوفان څخه 5 غیر ملکي سیلګري مړه شول

سانتیاګو۔19نومبر (اے پي پي) د چِلي په پیټاګونیا سيمه كښې په ټوریس ډیل پائنے نیشنل پارک كښې د واورې طوفان څخه 5 غیر ملکي سېلګري مړه شول ۔ د شنهوا تر مخه د ميګالينس او چلينئن انټارټيكا صدارتي استازي خوسے انتونیو روئیز مطابق په مړو شوو كښې دو تعلق میکسیکو، د دوو د المان او يوه د يوې د برطانيي سره دے ۔ دا ټول د يوې سېلګرۍ ډلې سره …

سانتیاګو۔19نومبر (اے پي پي) د چِلي په پیټاګونیا سيمه كښې په ټوریس ډیل پائنے نیشنل پارک كښې د واورې طوفان څخه 5 غیر ملکي سېلګري مړه شول ۔ د شنهوا تر مخه د ميګالينس او چلينئن انټارټيكا صدارتي استازي خوسے انتونیو روئیز مطابق په مړو شوو كښې دو تعلق میکسیکو، د دوو د المان او يوه د يوې د برطانيي سره دے ۔ دا ټول د يوې سېلګرۍ ډلې سره د پارک سیل له راغلي وو۔ هغوي ووئېل سېلګري د پارک لوس پیروس په مقام پیدل سفر كښې د لارې وركولو په سبب د پیښې ښكار شول ، دا ځائے د لويې دروازې نه 11 کلو میټره لرې دے ۔ مړي به د چورلكې د لارې دې ځائے څخه ويستلے شي ٬ ځكه چې دغلته موسم شدید او لارې ډېرې سختې وي او دا کارروائي هم د موسم په ښه كېدو به ممکن شي