اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په راتلونكې پشكال كښې د ځاني او مالي زيان نه بچ كېدو لپاره د اوس نه د چمتوالي نيولو امر كولو سره وئيلي دي د موسمياتي بدلون وزارت ٬ د منصوبه بندۍ وزارت او نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) دې صوبائي حکومتونو سره په ګډه د موسمياتي بدلون په اړه كوټلې منصوبه بندي وكړې۔ د وزيراعظم آفس …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه، راتلونكې پشكال كښې د ځاني او مالي زيان نه بچ كېدو لپاره د اوس نه د چمتوالي نيولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په راتلونكې پشكال كښې د ځاني او مالي زيان نه بچ كېدو لپاره د اوس نه د چمتوالي نيولو امر كولو سره وئيلي دي د موسمياتي بدلون وزارت ٬ د منصوبه بندۍ وزارت او نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) دې صوبائي حکومتونو سره په ګډه د موسمياتي بدلون په اړه كوټلې منصوبه بندي وكړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات نه بچ كېدو لپاره په حکومتي تګلاره د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه ٬ وزيراعطم غونډې ته امر وكړو چې راتلونكي پشكال كښې د زيانونو نه بچ كېدو لپاره دې د اوس نه چمتوالے ونيسئ٬ د موسمياتي بدلون وزارت ٬ د منصوبه بندۍ وزارت او نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) دې صوبائي حکومتونو سره په ګډه د موسمياتي بدلون په اړه كوټلې منصوبه بندي وكړې۔ ده د اوبو د ښه انتظام په اړه په قامي كچه منصوبه جوړولو لپاره د نيشنل واټر کونسل د غونډې رابللو امر وكړو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې په وړاندې كړې د لنډې مودې په منصوبه دې په سمدستي توګه عملدرامد پېل كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ كونكے هېواد دے٬ په هر دريو كالو كښې د موسمياتي بدلون مضر اثرات باندې د جي ډي پي ډېره برخه خرڅ كېږي او قېمتي او محدود وسائل د پرمختګ په ځاے د موسمياتي بدلون مضر اثرات څخه بچ كېدو لپاره استعمالېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د چا چې په موسمياتي بدلون كښې كردار د نشت برابر دے٬ د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات سره مخ دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، سېنېټر اورنګزيب، ډاکټر مصدق ملک، عطا تارړ او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع غونډې ته د راتلونكي پشكال په اړه د نړيوالو اندازو په اشارو بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د لنډې٬ مېنځنۍ او د اوږدې مودې په منصوبو بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د لنډې مودې منصوبې منظوري وركولو سره په دې په سمدستي توګه د عملدرامد پېل كولو امر وكړو۔










