د سعودي عرب او امرېكې تر مينځه تجارتي حجم د 500 ارب ډالر نه زيات شو

رياض/ واشنګټن 19 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب او امرېكې تر مينځه په تېرو لسو كالو كښې تجارتي حجم د 500 ارب ډالر نه زيات شوے دے۔ په كال 2020 كشې په تجارتي وركړه راكړه كښې تندي راغلې وه چې ورسره د 50 فيصده نه زيات زياتوالے رېكارډ كړے شو ۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه په تجارتي وركړه راكړه كښې دا زياتوالے …

رياض/ واشنګټن 19 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب او امرېكې تر مينځه په تېرو لسو كالو كښې تجارتي حجم د 500 ارب ډالر نه زيات شوے دے۔ په كال 2020 كشې په تجارتي وركړه راكړه كښې تندي راغلې وه چې ورسره د 50 فيصده نه زيات زياتوالے رېكارډ كړے شو ۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه په تجارتي وركړه راكړه كښې دا زياتوالے د دواړو هېوادونو د اقتصادي شراكت دارۍ او قوي اړيكو عكاس دے۔ په كال 2024 كښې تجارتي حجم 33 ارب ډالر ته رسېدلے ؤ چې پكښې سره او د نامياته كيميائي څيزونه تر ټولو مهمو د سعودي برآمدي سامان په توګه رامخې ته شول۔ دغسې ګاډي او د هغې سپېئرپارټس نه علاوه بوائلر ٬ مشينري او ميكنيكل ټولز هم مهم امريكائي برآمدات كښې شامل وو د كوم ماليت چې 9 بېلين ډالر وو۔ د كال 2025 په وړومبو شپږو مياشتو كښې تجارتي تبادله په ابتدائي توګه نزدې 16 بلين ډالر وه۔