د پاکستان او تھائي لينډ ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت درېم پړاٶ

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او تھائي لېنډ ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت (بي پي سي) درېم پړاٶ د نهې په ورځ وشو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان د پلاوي مشري اسياء پېسفك لپاره ايډيشنل خارجه سيکرټري عمران احمد صديقي او د تھائي لينډ د پلاوي مشري خارجه چارو لپاره نائب مستقل سيکرټري سريلاک نيوم كوله۔ دواړو ډلو د …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او تھائي لېنډ ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت (بي پي سي) درېم پړاٶ د نهې په ورځ وشو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان د پلاوي مشري اسياء پېسفك لپاره ايډيشنل خارجه سيکرټري عمران احمد صديقي او د تھائي لينډ د پلاوي مشري خارجه چارو لپاره نائب مستقل سيکرټري سريلاک نيوم كوله۔ دواړو ډلو د پاکستان او تھائي لېنډ د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او تجارت او سرمايه کاري، پرمختګ، تعليم او اولسي روابطو په څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو٬ ډلو د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې قوي كولو او دا د اوږدې مودې شراكتداري نوې كچې ته رسولو لپاره هم عزم څرګند كړو ٬ دا مشاورت په ډېر خوشګوار او تعميري ماحول كښې وشو۔ دواړو ډلو د پاکستان او تھائي لېنډ ترمېنځه د اعليٰ كچ روابطو تسلسل په ځاے ساتلو ته اتفاق وكړو او په اتفاق يې په دې لړ كښې بل پړاٶ په بينکاك كښې كولو ته هم سلاح يوه كړه

مزید خبریں