اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پاکستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفيرې اينا ليپل د نهې په ورځ د اے پي پي د هېډكوارټرز دوره وكړه ،چرته چې دوي ته د سركاري خبر رسنې ادارې د نيوز آپريشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اے پي پي ايګزيکټو ډائريکټر سبين عثمان خټك سفيره د مستند او معتبر خبرونو په ترسيل كښې د اے پي پي د كردار نه …
د المان سفيرې ته د اے پي پي په نيوز آپريشنز بريفنګ
اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پاکستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفيرې اينا ليپل د نهې په ورځ د اے پي پي د هېډكوارټرز دوره وكړه ،چرته چې دوي ته د سركاري خبر رسنې ادارې د نيوز آپريشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اے پي پي ايګزيکټو ډائريکټر سبين عثمان خټك سفيره د مستند او معتبر خبرونو په ترسيل كښې د اے پي پي د كردار نه خبر كړه۔ په دې موقع د اے پي پي ډائريکټر نيوز شمائله عندليب د خپل كثير الساني خدمات او ګرد هېواد كښې د نامه نګارو د يو لوي نېټ ورك د لارې د اېجنسۍ د نيوز آپريشنز يو جاج وړاندې كړو٬ سفيرې ليپل پاکستان سره د تجديد وړ توان، موسمياتي لچك او په اقتصادي مرسته كښې د المان په مرسته رڼا واچوله او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د قوي كولو په ضرورت ئې زور راوړو۔ په د موقع د اے پي پي ايګزيکټو ډائريکټرې د المان سفيرې اينا ليپل ته د سرکاري خبري اژانس لخوا سووينئر وړاندې كړو۔ په دې موقع د المان سفارت د مواصلات، كلتوري چارو او پروټوکول مشر جان جيرالډ کراؤسر او د اے پي پي ډپلوميټك اينډ ګلوبل افيئرز ډپټي ډائريکټر مدثر اقبال هم موجود وٶ۔ د دې نه وروستو سفيرې د اے پي پي د سټوډيو دوره هم وكړه او هلته ئې يوه خاص مركه هم وكړه چې پكښې په بېلو څانګو كښې پاكستان لپاره د المان په مرسته رڼا واچولې شوه ۔











