واشنګټن۔ 18 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي امريكا به په سعودي عرب ايف 35 اسټېلته جنګي الوتكې خرڅوي ۔ دا اعلان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د نهې په ورځ سپېنې ماڼۍ ته خبرو اترو لپاره رسېدلے دے ٬ خبريالانو سره خبرو كښې د امرېكې صدر تصديق وكړو چې امريكا به سعودي …
امريكا به په سعودي عرب ايف 35 اسټېلت جنګي الوتكې خرڅوي ٬ ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن۔ 18 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي امريكا به په سعودي عرب ايف 35 اسټېلته جنګي الوتكې خرڅوي ۔ دا اعلان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د نهې په ورځ سپېنې ماڼۍ ته خبرو اترو لپاره رسېدلے دے ٬ خبريالانو سره خبرو كښې د امرېكې صدر تصديق وكړو چې امريكا به سعودي ته ايف 35 جنګي الوتكې وركوي او هغه سعودي عرب يو غوره اتحادي وګرځولو۔ سعودي عرب د ډېرې مودې نه د ايف 35 الوتكو د اغستو خوښي لرله كومې چې دا وخت په مينځني ختيز كښې يوازې د اسرائيل سره دي۔ د ټرمپ منظوري په داسې صورت رامخې ته شوې چې د نيو يارك ټائمز اوسني راپور تر مخه د امرېكې چارواكو اندېښنه څرګنده كړې وه چې كه دا الوتكې سعودي عرب ته وركړې شوې نو د هغې نه چين په ممكنه توګه تر جديد ټېكنالوجي رسنه تر لاسه كولې شي ۔ امرېكې تر اوسه ايف 35 الوتكې خپلو نزدې اتحاديانو له وركولې چې پكښې ګڼ د ناټو او اروپا رياستونه او اسرائيل شامل دوو ۔ امرېكې په 2019 كښې تركيه د ايف 35 پروګرام نه هغه وخت ويستلے ؤ چې كله انقره د روسيه د دفاعي نظام د اغستو پرېكړه كړې وه ٬ چې ورسره دا اندیښنه وه جې روسيه به جديد ټېكنالوجي ته رسنه تر لاسه كړي۔











