واشنګټن ۔18نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل لخوا د غزہ پټۍ لپاره د يو امن کونسل جوړولو د منظورۍ هر كلے كړے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د امریکی صدر ډونلډ ټرمپ د ګل په ورځ په ټروتھ سوشل وليكل مونږ نړۍ له په دې غیرمعمولي رائے شمېره مبارکي وركوو ، كومو چې نه يوازې امن کونسل تسلیم کړو بلکې …
د امریکې صدر د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل لخوا غزہ لپاره د يو امن کونسل جوړولو د منظورۍ هر كلے وكړو

مزید خبریں
واشنګټن ۔18نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل لخوا د غزہ پټۍ لپاره د يو امن کونسل جوړولو د منظورۍ هر كلے كړے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د امریکی صدر ډونلډ ټرمپ د ګل په ورځ په ټروتھ سوشل وليكل مونږ نړۍ له په دې غیرمعمولي رائے شمېره مبارکي وركوو ، كومو چې نه يوازې امن کونسل تسلیم کړو بلکې د دغې مرسته يې هم وكړه ۔، زه به پخپله د دې مشري کوم او په دې كښې به د نړۍ طاقت ور او څرګند لارښود شامل وي ۔ ډونلډ ټرمپ ووئېل د سلامتي کونسل دا فیصله د ملګرو ملتونو د تاریخ تر ټولو لويو پرېكړو كښې يوه ده ۔ دا به نړۍ كښې په مختلف برخو كښې د لا امن لاره هواره كړي او حقیقي تاریخي اهمیت لري۔ هغه واضحه كړه چې د دې کونسل د غړو اعلان به په راروانو څو اوونيو كښې وكړے شي











