كابل18 نومبر(اے پی پی) د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د سړك په يوه پېښه كښې دوه كسه په حق رسېدلي او 8 ژوبل شوي دي ۔شنهوا له مخې د ولايت پوليس وياند سيد طيب حماد ووئېل پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې چې پكښې د كلينك ملازمانې ناستې وې او د مخالف پلو څخه روان ګاډي سره ټكر شو ۔په پېښه كښې يوه ميرمن ډاكټر …
افغانستان كښې د سړك په پېښه كښې دوه كسه مړه٬ 8 ژوبل

مزید خبریں
كابل18 نومبر(اے پی پی) د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د سړك په يوه پېښه كښې دوه كسه په حق رسېدلي او 8 ژوبل شوي دي ۔شنهوا له مخې د ولايت پوليس وياند سيد طيب حماد ووئېل پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې چې پكښې د كلينك ملازمانې ناستې وې او د مخالف پلو څخه روان ګاډي سره ټكر شو ۔په پېښه كښې يوه ميرمن ډاكټر او ماشوم په ټكي مړه شول او 8 نور كسان ژوبل شوي چې پكښې 6 د كلينك ميرمنې كارمندانې ٬يوه ماشومه او د ګاډې ډرائيور شامل دے۔په تېرو درېو ورځو كښې ختيز افغانستان كښې رپورټ شوې دويمه د سړك پېښه ده۔تېره پېښه لغمان ولايت كښې رامخې ته شوې وه چې پكښې 6 مسافر مړه او درې ژوبل شوي وو











