د فلسطین اتھارټي د غزہ په حقله د امریکی قرارد داد هر كلے وكړو

غزہ ۔18نومبر (اے پي پي) د فلسطین خارجه وزارتِ د امریکی د قرارداد مسودې هر كلے كړے دے ۔ د وزارت سیکرټري عمر عوض اللہ د العربیه سره خبرو كښې ووئېل زمونږ رائے عمر له دا یاتي شوې ده چې كوم هم نړيوال استحکام فورس هغه وخت تعینات كېدے شي چې د فلسطین حکومت منظوري ورته تر لاسه وي او د هغې لپاره د سلامتي کونسل قرار داد موجود وي۔ …

غزہ ۔18نومبر (اے پي پي) د فلسطین خارجه وزارتِ د امریکی د قرارداد مسودې هر كلے كړے دے ۔ د وزارت سیکرټري عمر عوض اللہ د العربیه سره خبرو كښې ووئېل زمونږ رائے عمر له دا یاتي شوې ده چې كوم هم نړيوال استحکام فورس هغه وخت تعینات كېدے شي چې د فلسطین حکومت منظوري ورته تر لاسه وي او د هغې لپاره د سلامتي کونسل قرار داد موجود وي۔ په دې پرېكړه كښې مهم نکات شاملېدل ضروري دي چې پكښې د فلسطین ریاست جوړېدل او د لودېزې غاړې د غزہ پټۍ سره ربط هم شامل دے۔ هفه ووئېل د فلسطین اتھارټي د امریکې هلو ځلو قدر کوي ٬ دغسې چې د سلامتي کونسل نه دا قرار داد منظور شي او هغه نړيوال فورس جوړ كړے شي كوم چې د فلسطین رياست له د حکومت په مرسته كار وكړي ۔ دا بیان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله نن سلامتي کونسل كښې د امریکی د قرارداد په مسودہ ووټنګ كېدونكے دے۔