ملګري ملتونه ۔18نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غزہ لپاره د امریکې په مشرۍ كښې جوړ کړے قرارداد منظور کړے دے ، د كوم تر مخه به چې يو نړيوال اسټیبلائزیشن فورس او عبوري ګورننګ باډي "بورډ آف پیس" جوړولې شي۔ دا قرارداد د امریکې په 20 نکاتي امن منصوبه اډانه دے د كوم مقصد جې دوه كلنه اسرائیلی جنګ نه پس غزہ كښې د سلامتیا بحالۍ، …
د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غزہ لپاره د نړيوال امن فورس جوړولو د امریکې قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔18نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غزہ لپاره د امریکې په مشرۍ كښې جوړ کړے قرارداد منظور کړے دے ، د كوم تر مخه به چې يو نړيوال اسټیبلائزیشن فورس او عبوري ګورننګ باډي “بورډ آف پیس” جوړولې شي۔ دا قرارداد د امریکې په 20 نکاتي امن منصوبه اډانه دے د كوم مقصد جې دوه كلنه اسرائیلی جنګ نه پس غزہ كښې د سلامتیا بحالۍ، د انساني مرستې رسنه، د بيا رغونې عمل پېل كول او ادارہ جاتي اصلاحات به وړاندې بوتلل دي ۔ 15 كسيز کونسل كښې د قرارداد په حق كښې 13 ووټونه راغلل ٬ دغسې چین او روس په شمېره كښې برخه وانغستله ۔ پاکستان هم ملاتړ وكړو ۔ د قرارداد مقصد د دوه كلنه اسرائیلي جنګ نه پس غزہ كښې د امن و استحکام بحالي،د انساني مرستې رسنه او د بيا رغونې عمل مخ په وړاندې بوتلل دي ۔مسوده كښې د فشار په نتیجه كښې سباون كښې د ممکنه فلسطیني ریاست حواله شامله كړې شوه ، په كومه چې د اسرائیل وزیرِاعظم بینجمن نیتن سخت غبرګون وښودلو ۔ هغه ووئېل د اردن په لوديز كښې په کوم هم ځائے د فلسطیني ریاست جوړېدو مخالفت هغسې برقرار دے۔











