دبئۍ ۔18نومبر (اے پي پي)متحدہ عرب امارات وفاقي وزارتونو او سرکاري ادارو كښې د امارات قامي ورځې ( 54 مې عید الاتحاد) په موقعه د دوو ورځو رخصتۍ اعلان کړے دے ۔ د اردو نیوز تر مخه په وړومبۍ او 2 دسمبر 2025 ( د ګل او نهې په ورځ ) به رخصتي وي ٬ دغسې د شورو په ورځ به په 3 دسمبر به د معمول کار بيا پېل …
متحدہ عرب امارات په قامی ورځ د دوو ورځو رخصتي اعلان كړه

مزید خبریں
دبئۍ ۔18نومبر (اے پي پي)متحدہ عرب امارات وفاقي وزارتونو او سرکاري ادارو كښې د امارات قامي ورځې ( 54 مې عید الاتحاد) په موقعه د دوو ورځو رخصتۍ اعلان کړے دے ۔ د اردو نیوز تر مخه په وړومبۍ او 2 دسمبر 2025 ( د ګل او نهې په ورځ ) به رخصتي وي ٬ دغسې د شورو په ورځ به په 3 دسمبر به د معمول کار بيا پېل كېږي ۔ امارات كښې په اونۍ كښې د خالي او اتوار په ورځو اونيزه رخصتي وي، دغسې وګړي او استوګن د څلورو ورځو اوږد ویک اینډ نه خوند پوړته كولې شي ۔فیدرل اتھارټي په دې موقع د امارات قیادت، حکومت، وګړو او استوګنو ته مباركي وركولو سره د هېواد لپاره د لا ترقۍ ، خوشحالۍ او کامیابۍ دعا کړې ده ۔ دغسې د تعليم وزارت هم سرکاري او نجي سکولونو كښې په وړومبي او دويم دسمبر د تعطیل اعلان کړے دے ۔یاد دې وي امارات تېر كال سرکاري او نجي څاڼګې لپاره د رخصتۍ شیډول منظور كړے ؤ چې پكښې د عیدالفطر او عید الاضحی سره د عرفې ورځې ، د نوي ھجري كال، 12 ربیع الاول، د امارات قامي ورځې او د نوي كال پېل كېدو رخصتۍ شاملې دي











