د وزیراعظم نیتن یاهو نه پس د اسرائیل وزيرانو هم د فلسطین ریاست جوړېدو مخالفت وكړو

تل ابیب ۔17نومبر (اے پي پي) د اسرائیل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو نه پس د هغه د حکومت څو وزيرانو هم د فلسطین ریاست جوړېدو ښكاره مخالفت کړے دے ۔ په هغوي كښې د ښي لاس سره تعلق لرونكے د خزانې وزير بیزالیل سموټرچ او د دفاع وزير اسرائیل کاډز شامل دي ۔ امریکې په دې اړه يو قرارداد د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د وړاندې كولو اعلان کړے …

تل ابیب ۔17نومبر (اے پي پي) د اسرائیل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو نه پس د هغه د حکومت څو وزيرانو هم د فلسطین ریاست جوړېدو ښكاره مخالفت کړے دے ۔ په هغوي كښې د ښي لاس سره تعلق لرونكے د خزانې وزير بیزالیل سموټرچ او د دفاع وزير اسرائیل کاډز شامل دي ۔ امریکې په دې اړه يو قرارداد د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د وړاندې كولو اعلان کړے دے د كوم چې د اسرائیل وزیراعظم د وړاندې نه مخالفت کړے دے ۔ د اے ایف پي تر مخه د قرارداد دا مسودہ د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د اسرائیل او حماس تر مينځه د شوې جنګ بندۍ لوظ نامې تسلسل دے، د كومې تر مخه چې په تباه شوې غزہ كښې يوه عبوري انتظامیه او او د عارضي نړيوال سکیورټي فورس منظوري وركولې شي ۔ د پخوانو مسودو برعکس موجودہ مسوده كښې سباون كښې د ممکنه فلسطیني ریاست حواله شامله ده كومه چې د اسرائیل حکومت په سختۍ سره مسترد کوي ۔ د اسرائیل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو دا بیان چې په كومه هم سيمه كښې د فلسطیني ریاست مخالفت په اړه زمونږ په موقف كښې كوم بدلون نه دې راغلے ، په هغه د اتحادي ګوندونو د اړخه تنقید هم زيات شوے دے ۔تنقید کوونكو كښې د ښي لاس د اسرائیل لارښود او د خزانې وزير بیزالیل سموټر د لويديزو هېوادونو د اړخه په اوسنو كښې د نړۍ د ځينې هېوادونو د فلسطین ریاست تسلیمولو په بابله په مؤثر ځواب نه وركولو په بنجمن نیتن یاهو سخت ټكونه كړي دي ۔ په ایکس جاري بیان كښې هغه نیتن ته ووئېل د فلسطین ریاست تسلیم کوونكو ته سمدستي يو واضحه او كوټلے ځواب وركړئ دغسې چې نړۍ خبر شي چې زمونږ په خاوره به كله هم د فلسطین ریاست په وجود كښې نه راځي ۔وزیراعظم د هغه په ځواب كښې ووئېل ماته د توثیق لپاره د ټویټس یا لیکچرز ضرورت نه شته ۔ دفاع وزير کاټز په ایکس ووئېل د اسرائیل پالیسي واضحه ده چې هيڅ د فلسطین ریاست به نه جوړېږي ۔