ډھاکه ۔17نومبر (اے پي پي) د بنګله دیش خصوصي عدالت پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ته د ’’انسانیت خلاف‘‘ په جرائمو كولو د مرګ سزا اورولې ده ۔ د برطانيي خبر رسنې ادارې روئټرز تر مخه تر څو مياشتو د روانې مقدمې فېصله واورولې شوه چې پكښې شیخ حسینه تېر كال د طلبه په قیادت كښې د شوي احتجاج خلاف د کریک ډاؤن په امر جاري كولو مجرمه وګرځولې شوه …
د بنګله دیش پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ته عدالت د مرګ سزا واورولې شوه

مزید خبریں
ډھاکه ۔17نومبر (اے پي پي) د بنګله دیش خصوصي عدالت پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ته د ’’انسانیت خلاف‘‘ په جرائمو كولو د مرګ سزا اورولې ده ۔ د برطانيي خبر رسنې ادارې روئټرز تر مخه تر څو مياشتو د روانې مقدمې فېصله واورولې شوه چې پكښې شیخ حسینه تېر كال د طلبه په قیادت كښې د شوي احتجاج خلاف د کریک ډاؤن په امر جاري كولو مجرمه وګرځولې شوه ۔ د خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه په پخوانۍ وزیراعظمه د جرم ثابتېدو د مرګ سزا واورلې شوه ۔ د ګل په ورځ عدالت كښې د کیس په دريو تورنو كښې يو موجود ؤ ټرائل كښې د پراسیکیوشن دا ادعا وه چې شیخ حسینه واجد تېر كال جولائي كښې د خپل حکومت خلاف د شروع شوو مظاهرو مخ نيوي له د طاقت بې ځايه كارولو سره د ’’انسانیت خلاف د جرائم‘‘ ارتکاب کړے ؤ ۔ د مقدمې په مهال پراسیکیوټرز عدالت ته ووئېل د دې خبرې شواهد تر لاسه شوي چې حسینه واجد د جولائي او اګست 2024 په مهال د احتجاج غلي كولو لپاره د مهلک طاقت كارولو نيغ په نيغه احکامات وركړي وو ۔ د يو رپورټ تر مخه د 15 جولائي نه تر 5 اګست 2024 احتجاج كښې نزدې 1,400 كسان مړه شوي او په زرګونو ژوبل شوي وو ۔ د مظاهرو نه پس د شیخ حسینه واجد 15 كلنه واكمني ختمه شوه او هغه ګاونډي هېواد هند ته لاړه او تر اوسه هلته مېشته ده۔











