ملګري ملتونه۔ 11 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړڼۍ مرستې انډر سېكرټري جنرل ټام فلېجر وئېلي دي د جنګ بندۍ نه پس په تېره يوه مياشت كښې د ملګرو ملتونو شراكت دارو ادارو لخوا غزه كښې 10 لاكهه خلقو ته خوراك وركړے شوے ۔ د شهنوا تر مخه ټام فلېچر يو بيان كښې ووئېل د غزه جنګ بندۍ د يوې مياشتې تېرېدو نه …
د جنګ بندۍ نه پس غزه كښې 10 لاكهه خلقو ته خوراك وركړے شوے ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 11 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړڼۍ مرستې انډر سېكرټري جنرل ټام فلېجر وئېلي دي د جنګ بندۍ نه پس په تېره يوه مياشت كښې د ملګرو ملتونو شراكت دارو ادارو لخوا غزه كښې 10 لاكهه خلقو ته خوراك وركړے شوے ۔ د شهنوا تر مخه ټام فلېچر يو بيان كښې ووئېل د غزه جنګ بندۍ د يوې مياشتې تېرېدو نه پس هم د انسانانو ژوند بچ كولو لپاره د موقع نه ګټه پورته كوو ۔ د هغه تر مخه په غزه كښې د خوراك مركزونه بيا بېرته كړې شوي ٬ په روغتونونو كښې د رنځورانو علاج كېږي ٬ د سړكونو د پاكوالي او د ټيكه دارۍ نظام بيا پېل شوے ۔ هغه ووئېل د اوبو د لائنونو رغونه ٬ د ژمي جامې او د كمبلو وېش سره سره د نفسياتي معاونت خدمات هم وركړے كېږي۔











