اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سره د پاكستان فارماسيوټيكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن(پي پي ايم اے) يو اعلٰی كچ پلاوي د نوي ټاكلي چيئرمېن ډاكټر طاهر اعظم په مشرۍ كښې فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے دے ۔په غونډه كښې د برآمدۍ كاركردګۍ٬ د حكومت اصلاحاتي اقدامات او د پاكستان نړيوال فارمسيوټيكل ماركيټ كښې يو مهم لوبغاړي په توګه رامخې ته كولو لپاره د سباؤن …
د خزانې وفاقي وزير سره د پاكستان فارماسيوټيكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات٬ د فارم ايكس پاكستان په جوړولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سره د پاكستان فارماسيوټيكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن(پي پي ايم اے) يو اعلٰی كچ پلاوي د نوي ټاكلي چيئرمېن ډاكټر طاهر اعظم په مشرۍ كښې فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے دے ۔په غونډه كښې د برآمدۍ كاركردګۍ٬ د حكومت اصلاحاتي اقدامات او د پاكستان نړيوال فارمسيوټيكل ماركيټ كښې يو مهم لوبغاړي په توګه رامخې ته كولو لپاره د سباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔پلاوي د خزانې وزير سره فارم ايكس(PharmEx)پاكستان په قيام هم د خيالاتو څرګندونه وكړه كوم به چې راتلونكو دريو كلونو كښې د دواسازۍ برآمدات كښې 3 اربه امريكائي ډالر او د دې نه پس پنځه كلونو كښې 10 اربه امريكائي ډالره ترلاسه كولو لپاره منصوبه بندي او په دې عملدرآمد كولو لپاره يو وقف فارماسيوټيكل ايكسپورټ پليټ فارم وي ۔د پي پي ايم اے پلاوي ووئېل داروګانو جوړولو برآمدات كښې كال په كال ريكارډ 34 فيصد اضافه كېږي كومه چې د معاشي ستونزو باوجود د ځايې صنعت لچك٬صلاحيت او جدت څرګندوي۔پلاوي د حكومت ريګوليټري ګيلوټين په اقدام هم رڼا واچوله چا چې بيورو كريټك خنډان تر ډېره حده كم كړي۔پي پي ايم اے د پرائيويټ سيكټر په مشرۍ كښې د ټډاپ او ډريپ سره په ګډه د روغتيا٬تجارت او خزانې وزارتونو شريكې نمائنده ادارې په توګه د فارم ايكس (PharmEx) پاكستان قيام په اهميت زور راوړو ۔د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب د صنعت كاركردګي ستائېلو سره ووئېل د نړيوالو داروګانو جوړولو شرح نمو 5 فيصد ته نزدې ده او د پاكستان 18 فيصد ده چې پكښې د غېر معمولي برآمدات شرح نمو 34 فيصد ده۔دغسې په نړيواله كچه مسابقتي ماحول كښې د پاكستان كاركردګي غېر معمولي ده۔د خزانې وزير د فارماسيوټيكل سيكټر پراخه پروژو لپاره د حكومت د مرستې پخلے وكړو او برآمدات كښې اضافې او مسابقت ښه جوړولو كښې يې د پي پي ايم اے فعاله شموليت وستائېلو۔ده ووئيل حكومت تر پراخه اقتصادي حكمت عملۍ برآمدات ته ودې وركولو٬سرمايه كاري راغب كولو او پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته پام لرنه كړې۔سينيټر اورنګزيب باور وركړو چې د خزانې وزارت به د نورو اړوند وزارتونو او ادارو سره په ګډه مالياتي او د ريګوليټري چېلنجونو مخ نيوي او ښه برآمدي پرمختګ ممكن كولو لپاره دې څانګې ته به آسانۍ وركوي۔










