دوحه 06 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي نړۍ هله بدلېږي كله چې مېرمنې د دې د بدلېدو حوصله ولري، مونږ له د ھغه مېړنو مېرمنو په نقش قدم تلل دي چا چې تاريخ رقم كړے او راتلونكي كول لپاره ښه سباٶن جوړول دي۔ دا خبرې دې مېرمنې اختيارمندې جوړولو لپاره د "پرنسس صبيحه بنت ابراهيم الخليفه ګلوبل ايوارډ" درېمې دستورې ته خپلې وېنا كښې …
مونږ له د ھغه مېړنو مېرمنو په نقش قدم تلل دي چا چې تاريخ رقم كړے۔ وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري

مزید خبریں
دوحه 06 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي نړۍ هله بدلېږي كله چې مېرمنې د دې د بدلېدو حوصله ولري، مونږ له د ھغه مېړنو مېرمنو په نقش قدم تلل دي چا چې تاريخ رقم كړے او راتلونكي كول لپاره ښه سباٶن جوړول دي۔ دا خبرې دې مېرمنې اختيارمندې جوړولو لپاره د “پرنسس صبيحه بنت ابراهيم الخليفه ګلوبل ايوارډ” درېمې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دا دستوره مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او مېرمنو لپاره د بحرېن سپريم کونسل په همكارۍ سره په قطر نيشنل کنونشن سينټر كښې تابيا كړې شوې۔ وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د ايوارډ د وژن ستائنې كولو سره د بحرين د مېرمنو د حقونو په وده كښې د قائدانه كردار ستائنه وكړه۔ دې د مادر ملت فاطمه جناح او شهيدې بينظير بھټو د خدمات ذكر كولو سره ووئيل پاكستان د خپلو مېرمنو په قيادت وياړ لري۔ دې ووئيل په پاکستان كښې انجونو ته تعليم، هنر، معاشي شموليت او ډيجيټل بااختيارۍ كښې ودې ته خاص پام لرنه كېږي۔ دې د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان د مېرمنو د حقونو په اړه د نړيوالو لوظنامو پشمول د سي اي ډي اے ډبليو، بيجنګ ډيکلريشن او د كال 2030 تل پاتي پرمختيائي هدفونو د بشپړه عملدرامد عزم لري۔ وړومبۍ مېرمن مېرمنو لپاره د بحرين سپريم كونسل سيکرټري جنرل لُلوه الاوعَدھي، عرب رياستونو لپاره د ملګرو ملتونو سيمه ايز ډائرېكټر معيذ دوريد او د متحده عرب امارات د جنرل ويمنز يونين سيکريټري جنرل نوره خليفه السويدي سره هم ملاقاتونه هم كړې دي ۔










