اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د پاکستان كلتوري روح يو ځل بيا ځلېدو لپاره چمتو دے ځكه چې په اسلام آباد كښې به د كال 2025 لوك ميله (نن) د جمعې په ورځ د نومبر په 7مه نېټه ماويګر څلور بجې پېل كېږي او تر 16م نومبر به دوام لري٬ سږ كال لوک ميله د خاص اهميت وړ ده ځكه چې د دې د لارې د لوك ورثه …
په اسلام آباد كښې به د كال 2025 لوك ميله (نن) پېل كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د پاکستان كلتوري روح يو ځل بيا ځلېدو لپاره چمتو دے ځكه چې په اسلام آباد كښې به د كال 2025 لوك ميله (نن) د جمعې په ورځ د نومبر په 7مه نېټه ماويګر څلور بجې پېل كېږي او تر 16م نومبر به دوام لري٬ سږ كال لوک ميله د خاص اهميت وړ ده ځكه چې د دې د لارې د لوك ورثه جوړېدو ګولډن جوبلي لمانځلې كېږي ٬ كومه چې د پاكستان د كلتوري تاريخ د وياړ وړ اثاثه ده٬ دا لس ورځنۍ كلتوري ميله كومه چې د نيشنل هيريټيج اينډ کلچر ډويژن له مخې د نيشنل انسټيټيوټ آف فوك اينډ ټريډيشنل هيريټيج (لوك ورثه) تر سېوري لاندې كېږي ٬ د پاكستان متنوع روايات، هنر، موسيقي او خوراكونه به نړۍ ته يو زړه راښكونكے سفر وړاندې كوي٬ ګرد هېواد څخه هنرمندان، دستکار او د كلتور خوښي شخصيات به په اسلام آباد كښې راغونډېږي دغسې چې د پاكستان د رنګ په رنګ ورثې جشن ولمانځي۔ د لوك مېله د سږ كال موضوع د “يووالي رنګ، د لوك ورثه تر سنګ” ده چې مقصد ېې قامي يووالي او كلتوري همكارۍ ته وده وركول دي۔ مېله به د پاكستان د ټولو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير نمائندګي كوي ٬ چې پكښې به خاص سټالز او پويلينز جوړولې شي۔ ګډون كوٶنكو ته به د روايتي بلوچي سجي٬ د خېبر پښتونخوا قهوه او د نورو سيمو خوراكونو څخه د خوند اخستو سره سره خاورېن لوښي٬ د څرمن كاريګري او د سنګ تراشۍ په څېر د روايتي هنر زده كولو موقع هم وركړي۔ د دې نه علاوه به په مېله كښې د 12 هېوادونو نمائندګانو پشمول يو نړيوال پویلین هم شامل وي۔










