اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په اسياء كښې د فټ بال ودې لپاره د شيخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه په مشرۍ كښې د ايشين فټ بال کنفيډريشن (اے اېف سي) د رول ستائنېس كولو سره وئيلي دي حکومت فټ بال پشمول په ټولو لوبو كښې ځوانانو ته يو ډول موقعې وركولو لپاره هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايشين فټ بال کنفډريشن صدر …
حکومت د فټ بال پشمول ټولو لوبو كښې ځوانانو ته موقعو وركولو لپاره هڅې كوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د فيفا سينئر نائب صدر شيخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په اسياء كښې د فټ بال ودې لپاره د شيخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه په مشرۍ كښې د ايشين فټ بال کنفيډريشن (اے اېف سي) د رول ستائنېس كولو سره وئيلي دي حکومت فټ بال پشمول په ټولو لوبو كښې ځوانانو ته يو ډول موقعې وركولو لپاره هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايشين فټ بال کنفډريشن صدر او د فيفا سينئر نائب صدر شيخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه سره په خبرو كښې وكړه چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزير اعظم د اے اېف سي د صدر هركلي كولو سره په اسياء كښې د فټ بال ودې لپاره د شيخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه په مشرۍ كښې د اے اېف سي د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره د حکومت په اقدامات رڼا اچولو سره ووئيل حکومت فټ بال پشمول په ټولو لوبو كښې ځوانانو ته يو ډول موقعې وركولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم په پاکستان كښې د فټ بال ودې، دا په منطقه كښې د فټبال لوبې په اړه د يو مهم مركز او د خپلواكه او په مېرټ اډانه د فټ بال فيډريشن جوړولو د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان پشمول آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان كښې د فټ بال ترقۍ، کوچز او ريفريز وركولو، سټيډيمز، د قامي تربيې مركزونو او ټيلنټ پاتھ ويز جوړولو په اړه د پاکستان او د اے اېف سي مرستې له خوښي دلچسپۍ ولرله۔ وزيراعظم په پاکستان كښې د اے اېف سي د ميچز كوربتوب لپاره د خوښي هم څرګنده كړه۔ شېخ سلمان ابراهيم حماد الخليفه پخپله بې مثاله مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه او په پاکستان كښئ د فټ بال ترقۍ لپاره ئې د اے اېف سي د مرستې پخلے وكړو۔











