اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف د اے اېف سي او فيفا سره د سباٶن د مشتركه منصوبو هركلي كولو سره د دې عزم پخلے كړے چې د پاكستان حكومت د فټ بال ودې لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔ د زيارت په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ايشين فټ بال کنفيډريشن او فيفا د لوړې كچې …
د دفاع وزير خواجه آصف سره د فيفا او اے اېف سي پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف د اے اېف سي او فيفا سره د سباٶن د مشتركه منصوبو هركلي كولو سره د دې عزم پخلے كړے چې د پاكستان حكومت د فټ بال ودې لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔ د زيارت په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ايشين فټ بال کنفيډريشن او فيفا د لوړې كچې پلاوي د دفاع وزير سره ليدلي چې پكښې د فټبال ودې او پرمختګ په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د پلاوي مشري شيخ سلمان ابراهيم بن خليفه كوله څوك چې د اے اېف سي صدر، د فيفا سينئر نائب صدر او د بحرين د شاهي كورنۍ غړے دے٬ دوي سره په پلاوي كښې داتوك سري وِنډسر جان (سيکرټري جنرل اے ايف سي)، احمد عبدالصمد (اے ايف سي صدر سټاف آفيسر، سيد محسن ګيلاني (صدر، پاکستان فټ بال فيډريشن -پي ايف ايف) او علي اکرم (ډائريکټر ليګل پي اېف اېف) هم شامل وو۔










