اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره د ترکیې خپل هم منصب علي یرلیکایا ملاقت كړے ۔ په ملاقات كښې د پلاوي په کچه خبرو كښی په ترهګرۍ، مخدره توکو، بشري قاچاق، پولئيز امنیت، سائبر كرائم او د كوسټ ګارډ پوليس په څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځه همکارۍ زیاتولو لپاره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير خپل ترك همڅنګ سره ملاقات ٬ په ترهګرۍ، مخدره توکو، بشري قاچاق، پولئيز امنیت، سائبر كرائم او د كوسټ ګارډ پوليس په اړه د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره د ترکیې خپل هم منصب علي یرلیکایا ملاقت كړے ۔ په ملاقات كښې د پلاوي په کچه خبرو كښی په ترهګرۍ، مخدره توکو، بشري قاچاق، پولئيز امنیت، سائبر كرائم او د كوسټ ګارډ پوليس په څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځه همکارۍ زیاتولو لپاره د جوائنټ وركنګ ګروپ په جوړولو صلاح يوه شوه ۔ د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځه په غونډه کښې د ترهګرۍ، کډوالۍ او انساني قاچاق په اړه د همکارۍ په زیاتوالي موافقه وشوه او د پاکستان لخوا د د انټرپول په ټاکنو کښې د ترکیې بشپړ ملاتړ اعلان کړے شو۔ د زيارت په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلامیې له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د خپل ترکي همڅنګ علي یرلیکایا تود هركلے وكړو۔ د تركيه د كورنيو چارو وزير علي يرليكايا خپل هم څنګ محسن نقوي سره يو په يو ملاقات وكړو۔ وروستو د پلاويو په كچه هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې په پاك تركيه اړيكو ٬ ترهګرۍ، مخدره توکو، بشري قاچاق، پولئيز امنیت، سائبر كرائم او د كوسټ ګارډ پوليس په څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځه د همکاري زیاتولو لپاره د جوائنټ وركنګ ګروپ په جوړولو صلاح يوه شوه ۔ په ملاقات كښې پرېكړه وشوه چې وركنګ ګروپ به هر كال څلور ملاقاتونه كوي۔ د كورنيو چارو وزيرانو ترمينځه ملاقات كښې د ترهګرۍ مخنيوي څانګه له د همكارۍ زياتولو پرېكړه وشوه۔ وفاقي وزير خپل ترك همڅنګ ته ووئيل د پاكستان سكيورټي د تركيه سكيورټۍ څخه جلا نه ده۔ دغسې د تركيه وزير د ترهګرۍ او مخدره توكو مخنيوي له د پاكستان د فعاله كردار ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د امېګرېشن او بشري قاچاق په څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم اتفاق راغلو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل بشري قاچاق او غېر قانوني امېګرېشن يوه نړيواله مسئله ده ٬ د دې مخنيوي له به په ګډه كار كول وي۔ په ملاقات كښې د پاکستان لخوا د انټرپول په ټاکنو کښې د ترکیې بشپړ ملاتړ اعلان کړے شو۔ په ملاقات كښې د مخدره توكه مخنيوي له د مرستې زياتولو پرېكړه وشوه۔ وفاقي وزیر محسن نقوي ووئيل د پاكستان اېنټی نارکوټکس فورس د محدود وسائلو باوجود د ستائنې وړ كار كوي۔ ده ووئيل په تېرو 5 كلونو كښې پاكستان څخه تركيه ته د مخدره توكو د قاچاق يو كېس هم نه دې رامخې ته شوے۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پولیس تربيې په اړه هم د مرستې په زياتولو او په بېلو څانګو كښې د يو بل تجربو څخه په استفاده موافقت وشو۔ دغسې د تركيه د كورنيو چارو وزيرہ علی یرلیکایا په غوره مېلسمتيا كولو د پاكتساني همڅنګ مننه وكړه۔ په دې موقع د ترك پلاوي غړي ٬ د كورنيو چارو وزير مملكت وزير طلال چوهدري، د كورنيو چارو سېكرټري ، سپېشل سېکرټری ، ایډیشنل سېکرټری٬ ډی جی اے اېن ایف، ډی جی اېف آئی اے، کمانډنټ اېن پی اے، آئی جي اېف سی، نېشنل کوآرډینېټر نېکټا، ډي جي اېن سي سي آئی اے، چیف کمشنر/ آئي جي اسلام آباد او ډي جي پاسپورټ اېنډ امېګرېشن هم موجود وؤ










