د جمو پېښه د تاريخ لويې قتل عام ٶ، د كشميريانو غږ غلي كولو لپاره د هند ټولې هڅې شنډې شوي۔ د انجينئر امير مقام د جمو شهيدانو ورځ دستورې ته وېنا

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د جمو پېښه د تاريخ لويې قتل عام ٶ، د كشميريانو غږ غلي كولو لپاره د هند ټولې هڅې شنډې شوي دي٬ د كشمير كشاله د رياست مسئله ده٬ د معركه حق نه وروستو د كشمېر كاز بيا ژوندے شوے٬ كشميريان به كله هم د خپلواكۍ حق څخه لاس په …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د جمو پېښه د تاريخ لويې قتل عام ٶ، د كشميريانو غږ غلي كولو لپاره د هند ټولې هڅې شنډې شوي دي٬ د كشمير كشاله د رياست مسئله ده٬ د معركه حق نه وروستو د كشمېر كاز بيا ژوندے شوے٬ كشميريان به كله هم د خپلواكۍ حق څخه لاس په سر نشي، د کشميريانو په زړونو كښې نن هم د پاكستانيت جذبه پرته ده ۔ د زيارت په ورځ د حريت كنفرنس تر سېوري لاندې د جمو شهيدانو په ياد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې امير مقام ووئيل حريت کنفرنس د ټولو ستونزو باوجود د كشمېر كاز ژوندې ساتلے دے،په نړيوال فورمز د كشمېر حقائق يې نړۍ ته وړاندې كړي دي ٬ په دې موقع دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ په كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزې نن هم روانې دي٬ په شپږم نومبر كال 1947 كښې په جمو كښې د دوه نيم لكه نه زيات كشميري مسلمانان په بې دردۍ سره شهيدان كړے شوي او دا سلسله تر نننه ورځې روانه ده٬ په 27 اکتوبر كشمير ته د هند ځواكونه په زبردستۍ داخل شول او تر 6 نومبر ئې بربريت روان وساتلو۔ ده ووئيل په کشمير او فلسطين كښې د ظلمونو د انتها باوجود د دوي حوصلې ته داد وركوو ٬ د اته لسيزو راهسې كشميريان هڅې كوي او د دوي جذبه كمزورې نه شوه۔ ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ حق لپاره مرسته روانه ساتي او تر ھغې به د دې نه لاس په سر كېږي نه تر څو چې هند خبرو ته اماده نه شي ۔ ده ووئېل نن د نړۍ قيادت او د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ هم د كشمېر كشالې د هواري خبرې كوي٬ وزيراعظم شهبازشريف هم چې چرته ځي د كشمير په كشاله خبرې كوي ۔ ده ووئيل يو ورځ به خامخا كشمير په آزادېدو د پاكستان برخه شي٬ “کشمير بنے ګا پاكستان ” نعره د كشميريانو د زړه غږ دے او يو ورځ به دا نعره ضرور عملي شي۔ په دې موقع وفاقي وزير امير مقام د ايډووکيټ پرويز احمد شاه د زلمي زوي په مړينه ھغه سره لاس نيوه وكړه۔

مزید خبریں