سمرقند 06 نومبر (اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيت وزير مملكت وجيهه قمر د ازبكستان سمرقند ښار كښې د ملګرو ملتونو تعليمي٬سائنسي او كلتوري ادارې(يونيسكو)43م جنرل كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره غزه كښې د تعليمي او كلتوري ډهانچې بحالۍ كښې د يونيسكو په قائدانه كردار ادا كولو زور راوړے دے ۔ په دې غونډه كښې 194 غړو هېوادونو نمائندګان شريك وو۔خپل خطاب كښې وجيهه قمر د …
وزير مملكت وجیهه قمر د يونيسكو جنرل كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي٬ په غزه كښې د تعليمي او كلتوري ډهانچې په بحالۍ كښې د قائدانه كردار په ادا كولو زور

مزید خبریں
سمرقند 06 نومبر (اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيت وزير مملكت وجيهه قمر د ازبكستان سمرقند ښار كښې د ملګرو ملتونو تعليمي٬سائنسي او كلتوري ادارې(يونيسكو)43م جنرل كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره غزه كښې د تعليمي او كلتوري ډهانچې بحالۍ كښې د يونيسكو په قائدانه كردار ادا كولو زور راوړے دے ۔ په دې غونډه كښې 194 غړو هېوادونو نمائندګان شريك وو۔خپل خطاب كښې وجيهه قمر د تعليم٬سائنس٬كلتور او ابلاغ ودې لپاره د يونيسكو مشن سره د پاكستان غېر متزلزل تړون پخلے وكړو۔ده ووئيل موجوده نړيوال حالات كښې نړۍ د شخړو٬ ناسمه معلومات٬عدم برداشت او د زيات شوې عدم مساوات پشان چېلنجونو سره مخ ده ٬ د نړيوالې مرستې او ګڼ اړخيزه روابط اهميت د وړاندې نه څو چنده زيات شوے دے۔وزير مملكت پاكستان كښې د تعليمي اصلاحات په اړه د حكومت په ترجيحات رڼا اچولو سره ووئېل حكومت تعليم په جامع٬جديد ټېكنالوجۍ سره سمولو او هنرمنده بنيادونو باندې روانوي دغسې چې ځوانان يوازې روزګار لپاره نه بلكې د سباؤن چېلنجونو لپاره هم چمتو وي۔ده ووئيل پاكستان افغانستان٬فلسطين٬افريقه او د وړو جزيره نما پرمختګ كوونكو هېوادونو زده كوونكو لپاره تعليمي معاونت وركوي او د افغانستان مختص 4 نيم زره سكالرشپس كښې په دريو كښې يوه برخه د ميرمنو لپاره ده۔وجيهه قمر په نړيواله كچه د تعليمي بحرانونو ذكر كولو سره به يونيسكو زور راوړو چې هغه د جنګ بندۍ نه پس په غزه كښې تعليمي او كلتوري ډهانچې بحالۍ كښې قائدانه كردار ادا كړي او په ټوله نړۍ كښې د سكول نه بهر 27 كروړه څخه زيات ماشومان د تعليم ودې لپاره نور اقدامات وكړي۔ده د يونيسكو دننه اداره جاتي اصلاحات٬سپيځلتيا٬ د غړو هېوادونو شموليت او د مالي پائيداري قوي كولو په ضرورت هم زور راوړو دغسې چې بنيادي اهداف په موثر ډول ترلاسه كړی شي۔










