اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د جمو د شهيدانو سترې قربانۍ ددې خبرې ګواهي وركوي چې د ظلم او زياتي دلارې د كوم قوم غږ غلې كېدے نه شي٬ د ډوګره مهاراجه د پوځ او انتها خوښو عناصرو په لاس دوه لكه څخه د زياتو مسلمانانو عامه وژنه او د لكھونو مسلمانانو كډه كول د نيمې اوچې د تاريخ يو …
د جمو د شهيدانو سترې قربانۍ ګواهي وركوي چې د ظلم او جبر د لارې څوك د كوم قوم غږ غلے كولې نه شي: د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔6نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د جمو د شهيدانو سترې قربانۍ ددې خبرې ګواهي وركوي چې د ظلم او زياتي دلارې د كوم قوم غږ غلې كېدے نه شي٬ د ډوګره مهاراجه د پوځ او انتها خوښو عناصرو په لاس دوه لكه څخه د زياتو مسلمانانو عامه وژنه او د لكھونو مسلمانانو كډه كول د نيمې اوچې د تاريخ يو دړدېدلې باب دے كوم چې كله هم هېرېدے نه شي۔ د زيارت په ورځ د كشمير شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده شهيدانو ته عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاکستانے اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په روانو عادلانه او جائز هڅو كښې د كشميري اولس ترڅنګ ولاړ دے۔ ده ووئيل د 6 نومبر 1947ء دړدېدلې پېښه د تاريخ هغه تورو بابونو څخه يو باب دے كله چې د زرګونو په شمېر كشميري مسلمانان د خپلې آزادۍ او پېژندګلو قيمت د خپلې وينې د لارې په ادا كولو مجبور كړے شول۔ ده په نړيواله ورورولۍ ٬ د بشري حقونو په تنظيمونو او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د كال 1947ء جمو پېښه د نسل وژنې په توګه تسليم كړي او د كشميري اولس د بنيادي حقونو په خلاف وزريو كولو ځواب وركوؤنكے وګرځوي۔ ده ووئيل د آرټیکل 370 او 35-A منسوخ كول او د كشميري وګړو زمكې غېر مقامي كسانو ته وركول د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د هند غېر قانوني قبضه او رياستي جبر د كشميري اولس عزم او استقلال كمزورے كولے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان تل د مظلوم كشميري اولس سره ولاړ پاتے شوے دے او پههر نړيوال فورم به د دوئي غږ پورته كوي۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې د جمو د شهيدانو قربانۍ دا خبره په ګوته كوي چې د آزادۍ په لاره كښې وركړې شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ سپيكر د دې عزم پخلے وكړو چې د پاكستان اولس او پارليمنټ به د جمو وكشمير اولس سره تل ولاړ پاتې وي










