تعليم يوازې زده كړه كول نه بلكې کردار سازي، مساوات او سماجي ذمه داري ده، د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د بيکن هاوس سکول سسټم 50مې سالګره په موقع په دستوره كښې خبرې

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني تعليم د پرمختګ محرك ګرځولو سره وئيلي دي دې قوت نن د وړاندې نه زيات متحرك او بشپر اهميت اختيار كړے دے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې ده دا خبره د بيکن هاٶس سکول سسټم 50مې سالګره په موقع په "تعليم بيا د سره د غور …

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني تعليم د پرمختګ محرك ګرځولو سره وئيلي دي دې قوت نن د وړاندې نه زيات متحرك او بشپر اهميت اختيار كړے دے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې ده دا خبره د بيکن هاٶس سکول سسټم 50مې سالګره په موقع په “تعليم بيا د سره د غور كولو ” په سرخط دستوره كښې د ګډون په مهال وكړه ۔ ده ووئيل په كال 1975 كښې يوازې 19 زده كوٶنكو څخه پېل شوې د سكول دا سفر اوس په شپږو هېوادونو كښې خپور دے او نزدې د 3 لاکھ 97 زره زده كوٶنكو په نېټ ورك بدل شوے دے ۔ ده دا د پاكستان د تعليمي او پرمختيائي بريا متاثر كونكے داستان وګرځولو۔ ده د بيکن هاٶس باني او چيئرپرسن نسرين محمود قصوري د دورانديش قيادت او د پاکستان په تعليمي منظر نامه كښې انقلابي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل دوي نه يوازې په تعليمي نظام كښې انقلاب راوستے بلكې مېرمنو لپاره تعليم او په سماجي ترقۍ كښې د قائدانه كردار لپاره يې هم لاره هواره كړې۔ د قائداعظم محمد علي جناح د تاريخي ټكو تذكره كولو سره ده ووئيل د تعليم نه غېر قام په تيارو كښې پروت وي او تعليم د رڼا او بقاء ضمانت دے٬ د بيکن هاٶس وژن 2050 د اميد او پرمختګ رڼا ګرځولو سره ده ووئيل كله چې نجي څانګې د خدمت او سماجي ذمه وارۍ په جذبه سره كار كوي نو ھغه د قامي پرمختګ مهمې شراكتدارې جوړې شي۔ د خپلو خبرو په پائې كښې ده بيکن هاوس ته په ګولډن جوبلي مباركي وركولو سره دعا وكړه چې تاسو به په راتلونكو 50 كالو كښې تعليم كښې مسلسل جدت، بريا او مساوات رامخې ته كړې۔