صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ملاقات٬امن لپاره د پاكستان د كردار ستائنه

دوحه 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔صدر مملكت د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي كښې د سېكرټري جنرل د مشرۍ او پاكستان لپاره پرله پسې ملاتړ وستائېلو او د جمو او كشمير پخوانۍ شخړې منصفانه حل او د ملګرو ملتونو د قراردادونو د عملدرآمد په ضرورت يې زور راوړو۔د ايوان صدر ميډيا ونګ څخه د …

دوحه 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔صدر مملكت د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي كښې د سېكرټري جنرل د مشرۍ او پاكستان لپاره پرله پسې ملاتړ وستائېلو او د جمو او كشمير پخوانۍ شخړې منصفانه حل او د ملګرو ملتونو د قراردادونو د عملدرآمد په ضرورت يې زور راوړو۔د ايوان صدر ميډيا ونګ څخه د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د پاكستان كردار رامخې ته كړو ۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل امن لپاره د پاكستان كردار وستائېلو او د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان سره يې د يو والي څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بهټو زرداري د هند لخوا اوبه د وسلې په توګه د كارولو په اقدام د تشويش څرګندونه وكړه۔ جه ووئېل د هند لخوا لوظ نامې منسوخ كولو او د دريابونو مخ نيوي سره پاكستان كښې آفات راپیدا شوي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د دوحه پوليټيكل ډيكلريشن د غربت خاتمې او د سماجي پرمختګ نړيوال عزم احيا لپاره خوشبينه وګرځولو ۔ده ووئيل بينظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)سماجي شموليت او معاشي خپلواكي له د ودې كامياب ماډل دے۔صدر مملكت ووئيل پاكستان نړيوال امن٬انصاف او د خوشحالۍ په وده كښې د ملګرو ملتونو د مركزي كردار بشپړ ملاتړ كوي۔صدر مملكت د فلسطيني اولس حق خود اراديت او 1967 څخه د وړاندې پولو تر مخه د فلسطين د خپلواكه رياست جوړولو په ضرورت زور راوړو۔وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري او د پاكستان په قطر كښې سفير هم په ملاقات كښې موجود وو۔