صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان صدر امام علي رحمان ملاقات

دوحه/اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان صدر امام علي رحمان د قطر په پايه تخت دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ملاقات د سماجي پرمختګ دوهم ورلډ سمټ په موقع دوحه كښې كړے ۔صدر مملكت ووئيل پاكستان تاجكستان سره تاريخي٬كلتوري او په لساني رشتو اډانه اړيكو ته …

دوحه/اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د تاجكستان صدر امام علي رحمان د قطر په پايه تخت دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ملاقات د سماجي پرمختګ دوهم ورلډ سمټ په موقع دوحه كښې كړے ۔صدر مملكت ووئيل پاكستان تاجكستان سره تاريخي٬كلتوري او په لساني رشتو اډانه اړيكو ته اهميت وركوي۔دوي د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع او اولسي رابطو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له د عزم پخلے وكړو۔صدر آصف علي زرداري 2024 كښې لاس ليك سټريټجك پارټنرشپ لوظ نامه د دواړو هېوادونو اړيكو څرګندونه ګرځولو سره ووئېل د كاسا1000 پروژې بحالي د شريكې خوشحالۍ پلو يو مهم ګام دے۔صدر مملكت تاجكستان ته د پاكستان د لارې د تجارت او روابط نوې موقعې لټولو او نيغ په نيغه پروازونو په بحالۍ د غور بلنه وركړه ۔ده اګست 2025 كښې شوي شريك پوځي مشق “دوستي” IIستائنه وكړه او دفاعي مرستې او دكار استعداد له يې د مرستې وړاندېز وكړو ۔دواړو لارښودو د منطقې او په نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د تاجكستان صدر خپل پاكستاني هم منصب آصف علي زرداري ته د تاجكستان دورې بلنه وركړه كومه چې صدر مملكت قبوله كړه ۔وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري٬د پاكستان پيپلز پاړټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د پاكستان په قطر كښې سفير هم په ملاقات كښې موجود وو۔