وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې په پاکستان كښې د اعضاء د پيوند کارۍ ودې په اړه غونډه

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د اعضاء عطيه كولو رجحان ته دې وده وركړې شي دغسې چې د مستحق رنځورانو ته په وخت درملنه كښې سهولت وركړې شي۔ دا خبرې ده په پاکستان كښې د اعضاء پيوند کارۍ (ارګن ټرانسپلانټ) ودې په اړه يوه مهمه غونډه كښې كرې ۔ ده په دې خبره زور راوړو ټولې انتظامي او …

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د اعضاء عطيه كولو رجحان ته دې وده وركړې شي دغسې چې د مستحق رنځورانو ته په وخت درملنه كښې سهولت وركړې شي۔ دا خبرې ده په پاکستان كښې د اعضاء پيوند کارۍ (ارګن ټرانسپلانټ) ودې په اړه يوه مهمه غونډه كښې كرې ۔ ده په دې خبره زور راوړو ټولې انتظامي او قانوني پېچلتياوې لروې وول سره دې د اعضاء عطيه كولو رجحان ته وده وركړې شي دغسې چې د مستحق رنځورانو ته په وخت درملنه كښې سهولت وركړې شي۔ وفاقي وزير د بون ميرو ټرانسپلانټ په اړه موجوده قوانين آسانولو او د عمل وړ جوړولو هم امر وكړو دغسې چې د بون ميرو ټرانسپلانټ په منظورۍ كښې رامخې ته ستونزې كمې كړې شي۔ د غونډې په مهال ده اړوند ادارو ته امر وكړو چې ھغوي دې خپله كاركردګي لا ښه كړيد ارګن ټرانسپلانټ نظام فعاله او سپېځلې جوړولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړئ۔ ده ووئيل د انسان د ژوند تحفظ لپاره اعضاء عطيه كولو ته وده وركول قامي او اخلازي ذمه واري ده۔ په غونډه كښې ايډمنسټريټر هوټا، ايډيشنل سيکرټري٬ جوائنټ سيکرټري ايډمن او د صحت وزارت نورو لوړ پورو ګډون كړې۔