د سعودي روغتيا وزارت په كېنسر ٬ پړپوس ٬ زړونو او د پختورګي بشمول په نورو رنځونو اخته رنځورانو باندې د حج بندېز ولګولو٬ د صحت وزارت وياند

اسلام آباد۔ 4 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وئېلي دي د سعودي د روغتيا وزارت په كېنسر ٬ پړپوس ٬ زړونو او د پختورګي بشمول په ځيني نورو رنځونو اخته رنځورانو باندې حج 2026 لپاره بندېز لګولے دے۔ د خلاف ورزۍ او ناسمه معلومات وركوونكې به پخپل مصرف بېرته ستنولې شي۔ دا خبره د مذهبي چارو وزارت اے پي پي سره خبرو كښې وكړه ۔ دوي ووئېل …

اسلام آباد۔ 4 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وئېلي دي د سعودي د روغتيا وزارت په كېنسر ٬ پړپوس ٬ زړونو او د پختورګي بشمول په ځيني نورو رنځونو اخته رنځورانو باندې حج 2026 لپاره بندېز لګولے دے۔ د خلاف ورزۍ او ناسمه معلومات وركوونكې به پخپل مصرف بېرته ستنولې شي۔ دا خبره د مذهبي چارو وزارت اے پي پي سره خبرو كښې وكړه ۔ دوي ووئېل د سعودي صحت وزارت د حج 2026 لپاره د عازمين لپاره دا لازمي سپارښتنې كولو سره دا شرائط لګوي دي چې د پختورګي رنځوران او د ډائېلائسز كوونكې٬ د زړونو ٬ پړپوس ٬ كېنسر ٬ شديد نفسياتي رنځوران ٬ الزائمر ٬ د حمل وروستو درېو مياشتو او د پوخلې پشمول فعاله لويو رنځونو باندې اخته رنځورانو باندې د حج 2026 لپاره بندېز لګولے شوے دے۔ وياند ووئېل د طبي سند جاري كوونكو ډاكټرانو ته هدايت شوے چې د مكمل جاج اغستو نه پس سند جاري كوئ او كه په يادو شوو رنځونو اخته سعودي عرب ته راورسېدل نو هغه به پخپل زاتي مصرف بېرته اړوند هېواد ته ستنولې شي۔ د هغه وېنا وه چې په حاجي كېمپ كښې د وېكسين لګولو په وخت هم كه داسې علامات په چا كښې ظاهر شول نو د هغه په حاجي كېمپ كښې موجود مېبډيكل افسر هم د حج نه د ايسارولو اختيار لري۔