د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري سره د رومانيه سفير ډاكټر ډين سټوينسكو ملاقات

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري او د رومانيه سفير ډاكتر ډين سټوينسكو كراچۍ پورټ او د رومانيه بندر ګاه کانستانټا ترمينځه په نزدې مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې لاجسټك انضمام٬تجارتي سهولت او سيمه ايزو رابطو ته پام لرنه وشوه ۔د وزارت لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د كراچۍ پورټ ټرسټ لنډ مهاله چيئرمېن ريئر ايډمرل عتيق الرحمان هم …

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري او د رومانيه سفير ډاكتر ډين سټوينسكو كراچۍ پورټ او د رومانيه بندر ګاه کانستانټا ترمينځه په نزدې مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې لاجسټك انضمام٬تجارتي سهولت او سيمه ايزو رابطو ته پام لرنه وشوه ۔د وزارت لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د كراچۍ پورټ ټرسټ لنډ مهاله چيئرمېن ريئر ايډمرل عتيق الرحمان هم په ملاقات كښې ګډون كولو ۔وفاقي ووئيل پاكستان مينځنۍ ختيز٬مينځنۍ آسيا٬ختيزې اروپا او افريقه تړونكو رابطو سره نړيوال سمندري تجارت كښې لويې كردار ادا كول غواړي۔جنيد چوهدري ووئيل راتلونكو كلونو كښې د پاكستان آپرېشنل بندرځايونو شمېره په زياتېدو به 6 ته ورسي٬موجوده بندر ځايونه 2047 څخه به وړاندې خپل ټول صلاحيت ته ورسي۔ده ووئيل سمندري انفراسټركچر او رابطې قوي كول٬پاكستان په يو لويې صنعتي او تجارتي مركز د بدلولو كليد دے۔د رومانيه سفير ډاكټر ډين سټوينسك د پاكستان د برآمدات معيار ستائنه وكړه او د لوبو سامان ٬ د جراحي آلات او زرعي مصنوعات درآمد كښې يې د رومانيه خوښۍ ذكر كړه۔هغه پاكستان سره اقتصادي او سفارتي اړيكو لا قوي كولو لپاره د رومانيه د عزم پخلې كولو سره سمندري مرسته د سيمه ايز انضمام او شريكې خوشحالۍ يو عملي طريقه وګرځوله ۔خبرو كښې د نجي څانګې په ګډون او د بندر ځايونو بنيادي ډهانچه كښې د سرمايه كارۍ د موقعو هم احاطه وشوه۔دواړو خوا د پاكستان او رومانيه ترمينځه د زياتې شوې شراكت دارۍ عكاسي كولو سره اقتصادي٬تعليمي او كلتور څانګو كښې مرستې ته د پراختيا وركولو د عزم پخلر وشو