لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د اټارني جنرل منصور عثمان اعوان ملاقات

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر په دې موقع خبرو كښې د دې مهم كردار ذكر وكړو كوم چې اټارني جنرل آفس د حكومت چيف قانوني صلاحكار په حيث د جمهوري اقدارو …

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر په دې موقع خبرو كښې د دې مهم كردار ذكر وكړو كوم چې اټارني جنرل آفس د حكومت چيف قانوني صلاحكار په حيث د جمهوري اقدارو ودې پشمول د قانون واكمني په ځاے ساتلو او انصاف سمدستي باوري كولو كښې ادا كوي۔اټارني جنرل صدر په خپل دفتر كښې د شوو بيلا بېل اصلاحات نه خبر كړو او د قام خذمت لپاره يې د خپل بشپړ عزم پخلے وكړو۔لنډ مهاله صدر په دې موقع د پاكستان قانوني او عدالتي نظام د قوي كولو د عزم پخلے وكړو