دوحه/اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د نهې په ورځ د قطر پايه تخت دوحه كښې سماجي پرمختګ لپاره دوهمې د نړيوالې سر مشريزې غونډې په موقع د جمهوريه عراق صدر ډاكټر عبدالطيف جمال رشيد ملاقات كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د پاكستان او عراق ترمينځه د اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست او د دواړو …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د عراق صدر ډاكټر عبدالطيف جمال رشيد ملاقات
دوحه/اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د نهې په ورځ د قطر پايه تخت دوحه كښې سماجي پرمختګ لپاره دوهمې د نړيوالې سر مشريزې غونډې په موقع د جمهوريه عراق صدر ډاكټر عبدالطيف جمال رشيد ملاقات كړے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د پاكستان او عراق ترمينځه د اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست او د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې اړيكو لا مستحكمولو لپاره يې د خپل شريك عزم پخلے وكړو۔د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونې كولو سره ډلو كاروباري رابطو كښې زياتوالي او ويزه سهولت د لارې اقتصادي روابط زياتولو په اهميت هم زور راوړو۔صدر آصف علي زرداري د پاكستان زائرين ته سهولت وركولو كښې د عراق مرسته وستائېله او په عراق كښې د پاكستان كميونټۍ د قدر وړ مرستې ذكر يې وكړو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د خير سګالۍ پل په توګه كار كوي۔ د عراق صدر خپل پاكستاني هم منص ته د عراق دورې بلنه هم وركړه۔صدر آصف علي زرداري د بلنې قبلولو سره ووئيل د روانې مياشت په آخر كښې به د عراق پارليماني ټاكنو سمدستي پس د عراق دوره كوم۔دواړو لارښودو سيمه ايز امن٬استحكام او په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره يې باقاعده د اعلٰی كچ رابطو په ځےې ساتلو ته اتفاق وكړو ۔په ملاقات كښې وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري٬د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او په قطر كښې د پاكستان سفير هم موجود وو












