د پي ټي آئي باني په وزيراعظم شهباز شريف ناسم او د ځان نه جوړ كړي تورونه لګولي٬ نن ھغه كس د کرپشن په مقدمو كښې په اډياله زندان كښې بنديوان دے او د ترهګرو په ملاتړ كولو د قام په وړاندې بې نقابه شوے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

لاهور 04 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي باني په وزيراعظم شهباز شريف ناسمه او د ځان نه جوړ كړي تورونه لګولي دي ٬ نن ھغه كس د کرپشن په مقدمو كښې په اډياله زندان كښې بنديوان دے او د ترهګرو په ملاتړ كولو د قام په وړاندې بې نقابه شوے دے، د وزيراعظم شهباز شريف په ضد …

لاهور 04 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي باني په وزيراعظم شهباز شريف ناسمه او د ځان نه جوړ كړي تورونه لګولي دي ٬ نن ھغه كس د کرپشن په مقدمو كښې په اډياله زندان كښې بنديوان دے او د ترهګرو په ملاتړ كولو د قام په وړاندې بې نقابه شوے دے، د وزيراعظم شهباز شريف په ضد د بدنامۍ په كېس كښې حقيقي پېشرفت شوے او ټول ثبوتونه عدالت ته وړاندې كړې شوي٬ هيله لرو چې انصاف به اوشي۔ د نهې په ورځ د لاهور په سيشن کورټ كښې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پي ټي آئي باني په ضد د لس اربه روپو هرجانې دعوې كېس كښې د سماعت نه وروستو ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل زه نن په عدالت كښې د ګواه په توګه وراندې شوم٬ دا كېس په جولائي كال 2017 كښې دائر كړے شوے خو ولې د پي ټي آئي باني وكيلانو تر اوسه 120 زره د كېس ځنډولو استدعا غوښتې ده ٬ نن ئې هم وكيلان موجود نه وو، ھغوي هېڅ ثبوت نه لري ٬ ده ووئيل د شهباز شريف سياسي خدمات د ټول قام په وړاندې دي ٬ ھغه د كال 1988 راهسې د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړے دے٬ درې ځل د پنجاب وزيراعلي او دوه ځله وزيراعظم پاتې شو٬تل ئې د اولس خدمت كړے او په پرمختګ باور لري او ټول ژوند ئې د قام په خدمت كښې تېر كړے۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې هم ناسمه بيانيه ماتي سره مخ شوې٬ يو غېر ملكي عدالت هم عمران نيازي دروغژن ګرځولے او جرمانه ئې پرې لګولې٬ دې كس د ادارو په ضد هم پروپيګنډا كړې او ترهګر احسان الله احسان سره يې مركه كړې ٬ په يو مذهب يا هېواد كښې دا عمل د قبدلېدو وړ نه دے ۔ د بلدياتي ټاكنو په اړه د اطلاعات وزير ووئيل په دې نظام بشپړ باور لرو او انتخابات په وخت پكار دي٬ په ماضي كښې وائس چيئرمينز په دې ښار كښې احتجاج كړے ٶ٬ مونږ ترميم كولو سره هغوي ته حقونه وركړل۔ د ممکنه 27م آئيني بدلون ذكر كولو سره ده ووئيل د ترميم د لارې د عدليه اداره جاتي ډھانچې مضبوطولو لپاره مشاورت روان دے٬ مونږ د آئيني بينچ څخه آئيني کورټ پلو روان يو دغسې چې د انصاف نظام بهتر شي۔ ده زياته كړه چې د حکومت د قانون په واكمنۍ، معاشي بحالۍ او د سياسي استحکام په تګلاره كار كوي ة مونږ عدالت ته رښتيا وړاندې كړې دي۔ ده ووئيل معيشت مستحکم شوے ، پاکستان ترقي كوي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سهېل آفريدي د اوسني بيان او په سوشل ميډيا ګردش كوونكو وډيوز باندې خپل غبرګون كښې ووئيل د حقائقو مسخ كولو هڅې روانې دي٬ وزيراعلي پخپله کور کمانډر هاٶس ته د تللو وېډيو پخپل سوشل ميډيا اکاٶنټ جاري كړې او د زمان پارك جلا وېډيو هم په رېكارډ موجود ده ٬ دواړه وېډيوز د ګډ وډې سره د اولس ګمراه كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل قانون ټولو لپاره يو برابر دے او د يو ملزم ټرائل په دې بنياد نشي ايسارېدې چې ھغه په كوم منصب فائز دے٬ كه وزيراعلي وي يا عام وګړے٬ قانوني كاروائي به په هر صورت كېږي۔ د دې نه وړاندې د لاهور سيشن عدالت د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پي تي آئي باني په ضد د لس اربه روپو د بدنامۍ دعوې كېس كښې د وفاقي وزير عطا تارړ شهادت قلمبند كولو نه وروستو سماعت تر 15 نومبر وځنډولو ٬ د يادونې وړ ده د كېس سماعت ايډيشنل سيشن جج يلماز غني كولو او د نهې په ورځ عطاء تارړ د ګواه په توګه وړاندې كېدو سره خپل بيان قلمبند كړو ٬ د سماعت په پېل كښې د باني پي ټي آئي معاون وکيل سينئر وکيل محمد حسېن چوټيا د نشتوالې په بنياد د ګواهۍ ځنډولو استدعا وكړه ٬ نو په دې عدالت ووئيل جرح به بيا اوشي ٬ نن مونږ بيان قلمبند كوٶ٬عدالت استدعا مسترد كولو سره د کارروائۍ جاري ساتلو امر وكړو او وفاقي وزير سوګند پورته كولو سره عدالت كښې بيان وركړو چې مدعي شهباز شريف يو معزز او باوقاره سياسي كورنۍ سره تعلق لري او د هغوي د سياسي خدمات نه نړۍ خبر ده ۔ ده د شهباز شريف په بېلو ټاكنو كښې د كاميابۍ او په سركاري چوكو د پاتې كېدو تفصيلات عدالت ته وړاندې كړل٬ په دې د باني پي ټي آئي وکيل اعتراض وكړو چې دا دستاويزات د ګواه په حقله نه دي خو عدالت اعتراضونو ته بيا كتنې كولو سره ووئيل دستاويزات دې ريکارډ كړے شي۔ عطا تارړ ووئيل باني پي ټي آئي په 8م اپريل كال 2017 په يو نجي ټي وي پروګرام كښې د شهباز شريف د پانامه کېس بېرته اخستو لپاره د لس اربه روپو وړاندېز ناسم تور لګولے ٶ د كوم تذكره چې هغه په بېلو ټي وي پروګرامونو٬ جلسو او د پېښور پشمول په يو شمېر ښاريو كښې د اولسي اجتماعات په مهال كړې۔ ده وېډيو كلپس او د ورځپاڼو كټنګ هم عدالت ته وړاندې كړل په دې هم د باني پي ټي آئي وکيل اعتراض وكړو چې دا مواد د ګواه ذاتي نه دي٬ عدالت دا اعتراضونو مسترد كولو سره د رېكارډ اجازه وركړه۔ عطاء تارړ ووئيل په ناسمو تورونو د شهباز شريف ذاتي عزت او په قامي او نړيواله كچه عزت ته د زيان رسولو هڅه شوې۔ ده نورو دستاويزات جمع كولو اجازه وغوښته نو په دې عدالت ووئيل پاتې کاغذات دې نورو ګواهانو سره جمع كړې شي ٬دغسې عدالت د شهادت قلمبند كولو نه پس عطاء تارړ په راتلونكي سماعت جرح لپاره په طلب كولو سره د كېس سماعت تر 15 نومبر ٶځنډولو۔