کوئټه 21 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل د تربت په مند سيمه كښې د صوبائی صلاحكار حاجی برکت رند په كور د ډزو پېښې غندنه كړې ده۔د غندني په خپل بيان كښې په قانون نافذ کوونكو ادارو زور راوړولے شو چې د ټولو وګړو او اولسي شخصیات تحفظ باوري كړي۔د بلوچستان ګورنر ووئيل د يو اولسي شخصیت او صوبائی اسمبلۍ غړي په كور د شرخوښو د …
د صوبائی صلاحكار حاجی برکت رند په كور د ډزو غندنه كوو ۔ د بلوچستان ګورنر
کوئټه 21 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل د تربت په مند سيمه كښې د صوبائی صلاحكار حاجی برکت رند په كور د ډزو پېښې غندنه كړې ده۔د غندني په خپل بيان كښې په قانون نافذ کوونكو ادارو زور راوړولے شو چې د ټولو وګړو او اولسي شخصیات تحفظ باوري كړي۔د بلوچستان ګورنر ووئيل د يو اولسي شخصیت او صوبائی اسمبلۍ غړي په كور د شرخوښو د بريد مقصد صوبه كښې يره ترهه او عدم استحکام پیدا کولو سره امناكه صورتحال ته زيان رسول دي خو دغه عناصر به خپلو ناوړو عزائمو كښې كامياب نشي۔د بلوچستان ګورنر د حاجی برکت رند او د هغه د كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هغوې سلامتیا لپاره دعا وكړه۔









