كوئټه۔ 10 اكتوبر(اے پي پي) د بلوچستان رړكن سيمې ته د زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان روان كړے شوے ۔ د باركهان په سيمه رړكن كښې نن د زلزلې جهړقونه محسوس كړے شوي وو د كومو شدت چې به رېكټر اسكېل 5 رېكارډ كړے شو۔ د زلزلې مركز د ركهني نه 39 كلوميټره لرې په شمال مشرق كښې ؤ ۔ د جهړقونو د لاسه كچه كورونو ته زيان ورسېد …
كوئټه٬ رړكن سيمې ته د زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان روان كړے شو
كوئټه۔ 10 اكتوبر(اے پي پي) د بلوچستان رړكن سيمې ته د زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان روان كړے شوے ۔ د باركهان په سيمه رړكن كښې نن د زلزلې جهړقونه محسوس كړے شوي وو د كومو شدت چې به رېكټر اسكېل 5 رېكارډ كړے شو۔ د زلزلې مركز د ركهني نه 39 كلوميټره لرې په شمال مشرق كښې ؤ ۔ د جهړقونو د لاسه كچه كورونو ته زيان ورسېد ٬ تر اوسه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې۔ د ډپټي كمشنر باركهان په سپارښتنه ضلعي انتظاميه سمدستي د مرستې هلې ځلې پېل كړي۔ د زلزله ځپليو لپاره خېمې ٬ كمبلې او نور ضروري څيزونه د تحصيلدار باركهان په مشرۍ كښې لېږلے شوے ٬ دغسې چې څپليو كورنيو له سمدستي رېليف وركړے شي









