د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل د پنجګور پېښې غندنه وكړه

کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل پنجګور كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوڅ د ورور ولید صالح بلوڅ د وژنې غندنې كولو سره دغه د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائی وګرځوله۔د غندني خپل بیان كښې ګورنر مندوخیل په قانون نافذ کوونكو ادارو باندې زور راوړو چې د پېښې مكمل او سمدستي پلټني وكړې ، ده ووئېل ولید صالح په قتل كښې ككړ عناصر دې …

کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل پنجګور كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوڅ د ورور ولید صالح بلوڅ د وژنې غندنې كولو سره دغه د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائی وګرځوله۔د غندني خپل بیان كښې ګورنر مندوخیل په قانون نافذ کوونكو ادارو باندې زور راوړو چې د پېښې مكمل او سمدستي پلټني وكړې ، ده ووئېل ولید صالح په قتل كښې ككړ عناصر دې زر تر زره ونيولې شي او هغوي دې انصاف سره مخ كړې شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې امن و سلامتیا او د اولس د مال او ځان تحفظ باوري كول د حکومت وړومبۍ ذمه واري ده۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ او تخریب کارۍ هر عمل د غندني او ټولني لپاره د زيان وړ دے۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ده د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا وكړه۔