اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې برېسټ کينسر نړۍ كښې تر ټولو زيات تندۍ سره خپريدونكې رنځ دے،د دې رنځ بشپړه مخنيوي لپاره د اولس د اړخه حکومت سره مرستي ، همغږۍ او كوټلي تګلاره د وخت حاجت دے،بايد مونږ د دې عزم پخلے وكړو چې ټول وګړي به شهري و كليو كښې د دې رنځ په اړه خبرتيا هر كور هري …
د برېسټ كينسر بشپړه ختمولو لپاره مرستي،همغږۍ او كوټلې عمل د وخت مهم ضرورت دے،وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې برېسټ کينسر نړۍ كښې تر ټولو زيات تندۍ سره خپريدونكې رنځ دے،د دې رنځ بشپړه مخنيوي لپاره د اولس د اړخه حکومت سره مرستي ، همغږۍ او كوټلي تګلاره د وخت حاجت دے،بايد مونږ د دې عزم پخلے وكړو چې ټول وګړي به شهري و كليو كښې د دې رنځ په اړه خبرتيا هر كور هري ميرمني ته رسوي دغسې چې زر تشخيص او زر درملني سره دې رنځ له ماتې وركولو سره ژوندون بچ كړې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم د برېسټ کينسر په اړه خبرتيا نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې اکتوبر مياشت برېسټ کينسر په اړه د خبرتيا په توګه لمانځلے كيږي او په خاص توګه 19 اکتوبر ورځ برېسټ کينسر په اړه خبرتيا لپاره نړيواله كچه متعين کړې شوي،دا ورځ بے شكه مونږ له دا موقع راكوي چې مونږ د دې رنځ مخنيوي ، زر تشخيص او درملني لپاره په قومي كچه د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل برېسټ کينسر په ټوله نړۍ كښې تر ټولوز يات تندۍ سره خپريدونكې رنځ دے د كومي مخنيوي لپاره چې په سيمه ايزه او نړيواله كچه كوټلي ګامونو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل د دې رنځ زر تشخيص د رنځورانو بشپړه ښه كولو امکانات روښانه كوي خو په پاکستان كښې د دې رنځ ليټ تشخيص يو لوئ چيلنج دے۔ وزيراعظم وئويل په قومي كچه د دې صورتحال ادراك او د دې د ادراك لپاره حکومتي اقدامات او په اولسي كچه احتياطي تدابير خپلولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل د دې رنځ په اړه د خبرتيا مهم كښې په خاص توګه په دې اړخ كار كولو ته اړټيا ده چې د دې رنځ د پټولو په ځائې د دې زر تشخيص او ډاکټر څخه زر رابطے حوصله افزائي وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل اوسنيو كښې په شهري سيمو كښې د دې رنځ خبرتيا كښې ښه والې راغلے خو كليو كښې د خبرتيا په كمپائن نور كار كولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې ميډيا او نور ټول وسائل کارولو سره اولسي خبرتيا كمپائن “خاموشي ختمه كړئ زر تشخيص ژوند بچ كوي ” په سرخط كمپائن روان دے۔ وزيراعظم ووئيل دې نه ځانله د هېواد په كچه د دې رنځ ډيټا کليکشن او په قومي كچه معياري تګلاري په جوړولو كار روان دے۔ وزيراعظم ووئيل د بريسټ کينسر نړيوالي ورځ لمانځلو سره د قومي روغتيا وزارت په ټول هېواد كښې د تشخيص مرکزونو او تعليمي ادارو كښې سيمينار کوي كوم چې خوشبينه دے او په هنګامي بينادونو اقدامات کولو ته اړتيا ده۔راځئ چې په دې ورځ د دې عزم پخلے وكړو چې زمونږ ټول وګړي ، كليو كښې د دې رنځ خبرتيا هر كور او هري كورنۍ ته ورسوي دغسې چې زر تر زره تشخيص او درملني سره دې رنځ له ماتې وركړې شي او ژوندون بچ كړې شي۔










