د پاك فضائيه ډله تر ټولو جديد جے اېف۔17 تھنډر بلاك تھري جنګي الوتكو سره فضائي جنګي مشق ’’انډس شيلډ الفا‘‘ كښې ګډون لپاره آذربائيجان ته ورسيده

پيندۍ 19 اكتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه ډله تر ټولو جديد جے اېف۔17 تھنډر بلاك تھري جنګي الوتكو سره دوه اړخيزه فضائي جنګي مشق ’’انډس شيلډ الفا‘‘ كښې ګډون لپاره آذربائيجان ته رسيدلې ده،د دې مشق مقصد د دواړو وروڼو فضائي پوځ ترمينځه شريك تفهيم ، تګلاري څخه همغږي او دوه اړخيزه مرسته زياتول دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان …

پيندۍ 19 اكتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه ډله تر ټولو جديد جے اېف۔17 تھنډر بلاك تھري جنګي الوتكو سره دوه اړخيزه فضائي جنګي مشق ’’انډس شيلډ الفا‘‘ كښې ګډون لپاره آذربائيجان ته رسيدلې ده،د دې مشق مقصد د دواړو وروڼو فضائي پوځ ترمينځه شريك تفهيم ، تګلاري څخه همغږي او دوه اړخيزه مرسته زياتول دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پاك فضائيه جنګي الوتكو پاكستان كښې خپل هوم بيس نه تر آذربائيجان غير ودريلو خپل مزل بشپړ كړو،په دې مهال پاك فضائيه په فضا كښې الوتكو كښې د ايندھن اچولو آپريشنز ترسره كړو، فضا كښې د ايندھن اچولو دا پيچيده آپريشن پاك فضائيه د خپل آئي ايل 78 ايئريل ټينكر د لارې په ښه ډول ترسره كړو،چې ورسره د پاك فضائيه جنګي الوتكو اوږد مزل صلاحيت يو ځل بيا په ډاګه شو او دې سره د پاك فضائيه عملې پيشه وره پوهه او اوږد نړيوال تعيناتيو لپاره د هغوې د تيارۍ څرګندونه ده۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دا مشق جديد فضائي جنګي حكمت عملو ، شريك مشن منصوبه بندي او تندۍ سره پرمختګ كونكي ټيكنالوجي او بدل شوې فضائي طاقت ماحول كښې عمل درآمدته پام لرنه شوې،دا مشق به آپريشنل بصيرت تبادلے او رامخې ته شوې فضائي دفاعي چيلنجونو لپاره د شريك رد عمل قوي كولو لپاره يو مهم پليټ فارم ثابت شي۔ آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان ايئر فورس ډلې مشق ’’ انډس شيلډ الفا‘‘ كښې ګډون د پاك فضائيه د سيمي استحكام او نړيوالي پوځي مرستي لپاره د كوټلي عزم پخلے كوي۔