اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان وړومبي هائپر اسپيكټرل سيټلائټ ’’ ايچ ايس ون‘‘ په خلا كښې كاميابۍ سره په ليږلو قوم له مباركي وركولو سره وئيلي چې پاكستان د جديد سائنسي تحقيق او خلائي ټيكنالوجي په نوي دور كښې داخل شوے۔د اتوار په ورځ سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل دا …
پاكستان جديد سائنسي تحقيق او خلائي ټيكنالوجي په نوي دور كښې داخل شوے۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان وړومبي هائپر اسپيكټرل سيټلائټ ’’ ايچ ايس ون‘‘ په خلا كښې كاميابۍ سره په ليږلو قوم له مباركي وركولو سره وئيلي چې پاكستان د جديد سائنسي تحقيق او خلائي ټيكنالوجي په نوي دور كښې داخل شوے۔د اتوار په ورځ سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل دا عظيم كاميابي د پاكستان سائنسي، تحقيقي او تكنيكي استعداد عكاسي كوي۔ده ووئيل قوم ثابته كړې چې د علم، تحقيق او جديد ټيكنالوجي په ميدان كښې تندۍ سره پرمختګ پلو روان دے،سپاركو سائنسمدارو ، انجينئرانو او تكنيكي عملے ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل هائپر اسپيكټرل سيټلائټ قومي خلائي پاليسي او وژن 2047 ترلاسه كولو پشمول يوه لويه كاميابي ده،دا سيټلائټ زرعي منصوبه بندۍ، ماحولياتي نګراني، شهري منصوبه بندۍ او قدرتي آفتونو پيشګوئي كښې مرستياله ثابت شي۔










