واشنګټن 19 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د واشنګټن دوره د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون سره سره په آخري ورځ د مهمو ملاقاتونو سره پائې ته ورسيده۔د خزاني وزارت د اړخه حاري شوې پريس ريليز له مخې د خزاني وزير ابوظهبي كمرشل بينك سينئر مينجمنټ سره ملاقات كړې او هغوي له ئې د …
د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د واشنګټن دوره ، آئي اېم ايف او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون سره سره مهمو ملاقاتونو سره پائې ته ورسيده
واشنګټن 19 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د واشنګټن دوره د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) او ورلډ بينك كلنو غونډو كښې ګډون سره سره په آخري ورځ د مهمو ملاقاتونو سره پائې ته ورسيده۔د خزاني وزارت د اړخه حاري شوې پريس ريليز له مخې د خزاني وزير ابوظهبي كمرشل بينك سينئر مينجمنټ سره ملاقات كړې او هغوي له ئې د پاكستان پانډا بانډ اجرا او ګلوبل ميډيم ټرم نوټ پروګرام تجديد په اړه بريفنګ وركړې۔ده د نجكارۍ پروګرام په پيشرفت رڼا اچولي او قومي ايئرلائن تند رفتاره نجكارۍ په اړه ئې هيله څرګنده كړي۔ سينيټر اورنګزيب ډلي ته ووئيل حكومت پاكستان ريكو ډك منصوبے په اړه مالياتي بندش ته نزدې دے او ايګزم بينك شركت ته سترګي په لاره دے۔جے پي مورګن سينئر مينجمنټ سره يو جلا ملاقات كښې د خزاني وزير د چين ماركيټ كښې ګرين پانډا بانډ وړومبي اجرا تفصيلاتو څخه خبر كړو۔ده د نجكارۍ پروګرام پشمول فرسټ ويمن بينك د وفاقي كابينې غونډي څخه منظور شوې جي ټو جي خرڅولو جائزه وړاندې كړه۔سينيټر اورنګزيب په ريكو ډك منصوبے كښې د امريكې كمپنيو زياته شوې خوښي رامخې ته كړه او د ايګزم بينك زر ګډون توقع ئې څرګنده كړه۔ده د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه ګو اے آئي هب د لارې د ډيجيټل مرستي په موقعو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او جے پي مورګن له ئې د نوري شراكت دارۍ په څانګو كښې د موقعو لټون ترغيب وركړو۔د خزاني وزير د تركيې د خزاني وزير محمد شيمشك سره هم ملاقات كړې،چرته چې دواړو ډلو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د دواړو هېوادونو د لارښودو ترمينځه د ملاقاتونو تصديق وكړو۔ سينيټر اورنګزيب ټيكس، توان، سركاري ادارو، نجكارۍ او اولسي ماليات كښې د پاكستان په اصلاحاتو رڼا واچوله۔ده د ورلډ بينك د سيوري لاندې اېف بي آر بدلون مزل رامخې ته كونكې ايونټ حواله وركړه او ټيكس ټو جي ډي پي تناسب زياتولو او حكومتي ايجنسيو ترمينځه د ډيټا انضمام اهميت ته سلا شول۔انټرنيشنل فنانس كارپوريشن (آئي ايف سي) منيجنګ ډائريكټر مختار ديوپ سره په ملاقات كښې سينيټر اورنګزيب د آئي ايف سي پاكستان د سيمه ايز مركز په توګه اپ ګريډ كولو پريكړې هركلے وكړو۔ د خزاني وزير صوبائي ماليات او ډيجيټل پيمنټ رائټس كښې د آئي ايف سي رواني مرستي سره سره فارماسيوټيكل، اليكټرك ګاړو او كموډټي ايكسچينج په څانګو كښې د هغې مشاورتي خدمات وستائل۔ده د آئي ايف سي منيجنګ ډائريكټر سپرلي موسم د غونډو په مهال د پاكستان د راتلونكو دورو هركلے وكړو او په دې موقع د اسټيټ بينك آف پاكستان او آئي ايف سي ترمينځه معاهدے لاس ليك شوې۔ د خزاني وزير سينيټر محمد اورنګزيب د آئي اېف سي مينجنګ ډائريكټر مختار ډيوپ سره ملاقات كړې د خزاني وزير انټرنېشنل فنانس كارپوريشن اوسني تنظيمِ نو كښې پاكستان له د سيمه ايز مركز درجه په وركولو مننه وكړه۔د خزاني وزير دغه پريكړه د پاكستان په معيشت د باور څرګندونه ګرځولې۔سينيټر محمد اورنګزيب مختار ډيوپ د ريكو ډك په منصوبه كښې پيش رفت څخه خبر كړو۔د خزاني وزير هيله څرګنده كړه چې ايګزِم بينك به ډير زر منصوبے كښې شموليت اختيار كړي۔د خزاني وزير په ذيلي كچه مالياتي مرستي او ډيجيټل پيمنټ رائټس منصوبو كښې د آئي اېف سي معاونت وستائلو۔ده د داروګانو جوړولو ، اليكټرك ګاړو او كموډيټي ايكسچينجز په څانګو كښې هم مشاورتي كردار وستائلو۔د خزاني وزير د آئي ايف سي مينجنګ ډائريكټر رارواني غونډي په موقع د پاكستان دورے هركلے وكړو۔په دې موقع د خزاني وزير او مختار ډيوپ د اسټيټ بينك آف پاكستان او آئي ايف سي ترمينځه سواپ معاهدے لاس ليك دستوره كښې كډون وكړو۔د خزاني وزير سينيټر محمد اورنګزيب 15مي وي 20 وزارتي غونډه كښې ګډون كړې۔په غونډه كښې د ’’سرمائے لګښت، قرض او پرمختګ لاري ‘‘ په سرخط بحث شوې۔د خزاني وزير په خپله وينا كښې په پاكستان كښې د سېلابونو زيات شوې شدت او تسلسل رامخې ته كړو۔ د خزاني وزير د سي وي اېف۔وي 20 سيكريټريټ د اړخه پاكستان كلائميټ پراسپرټي پلان جوړولو كښې په مرسته كولو مننه وكړه۔دغه منصوبے ته عملي شكل وركولو لپاره كنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه فنډنګ شته۔سينيټر محمد اورنګزيب لاس اينډ ډيميج فنډ په سمدستي توګه په فعالولو زور راوړو۔ده ګرين كلائميټ فنډ كښې د پريكړې كولو عمل تندولو حاجت رامخې ته كړو۔










