جهانياں 18 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان د معاشي استحکام او سفارتي کاميابو تاريخ جوړ كړے،د هېواد معيشت ټولي اشاريے مثبت دي، هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے،د هند په ضد معرکه حق كښې پاکستان تاريخي فتح ترلاسه كړي او هند له ئې داسې ماتې وركړې كوم به تر قيامت ورځ ياد ساتي، محنت او لګن سره به پاکستان په نړۍ كښې …
پاکستان د معاشي استحکام او سفارتي کاميابو تاريخ جوړ كړے،د هېواد معيشت ټولي اشاريے مثبت دي، هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے۔وزيراعظم شهباز شريف سياسي لارښودو سره خبري اتري
جهانياں 18 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان د معاشي استحکام او سفارتي کاميابو تاريخ جوړ كړے،د هېواد معيشت ټولي اشاريے مثبت دي، هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے،د هند په ضد معرکه حق كښې پاکستان تاريخي فتح ترلاسه كړي او هند له ئې داسې ماتې وركړې كوم به تر قيامت ورځ ياد ساتي، محنت او لګن سره به پاکستان په نړۍ كښې هغه مقام ترلاسه كوي د كوم خواب چې قائداعظم او علامه اقبال ليدلے وو۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم جهانياں كښې د قومي اسمبلۍ غړي چوهدري افتخار نذير کور ته تللو په موقع سياسي لارښودو سره ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان مسلم ليګ (ن) پنجاب كښې اکثريت دے او وفاق كښې مخلوط حکومت دے ۔ وزيراعظم ووئيل د پنجاب وزير اعليٰ مريم نواز شريف او د هغې ډله شپه ورځ محنت کوي او اوسني سيلاب په مهال هغوي لوئ محنت کړې دے،تيره ورځ اسلام آباد كښې د غونډي په مهال د اعليٰ وزيرانو په موجودګۍ كښې د اوسني سيلاب په مهال په خصوصي توګه د يو نيم كال کارکردګي ستائلي شوي او د سندھ وزير اعليٰ خدمات هم ستائلي شوې۔ده ووئيل د پنجاب وزير اعليٰ مريم نواز د ټول پنجاب په خدمت كښې مصروف ده، ټرانسپورټ جال غزولې كيږي چې ورسره به عام اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔دغسې د صحت ، تعليم او مواصلات په څانګو كښې هم خدمات وركړې كيږي كوم چې د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم ووئيل دغسې مونږ ټول په ګډه وفاق كښې د هېواد خدمت كښې بوبښت۔ده ووئيل دا نتيجه د امانت ، ديانت او خلوص نيت سره سره د شپه ورځ محنت سره ترلاسه شوي۔ وزيراعظم ووئيل لوے څښتن څو مياشتي وړاندې پاکستان له عظيم فتح وركړي۔د هند سره جنګ كښې چې څه ډول لوے څښتن پاکستان له فتح وركړي دا د هغه په هېواد کرم دے ، 24 کروړه اولس په دعاګانو او پاك پوځ د مړاني تګلاري نتيجه ده او پاك فضائيه ،بحريه او زمكيز پوځ ځوانانو او افسرانو يو تاريخ جوړ كړې او زمونږ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير فرنټ سره قيادت كړې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د لوے څښتن څخه مرسته غوښتلي او د جرات او قيادت د لارې پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير بابر سدھو او د هغه ځوانانو هغه کاميابي ترلاسه كړي هند نن هم د ماتي تكليف سره مخ دے او تر قيامت به ئې ياد ساتي۔ وزيراعظم ووئيل دغسې كله چې مونږ اقتدار سنبھال كړو ، معاشي بحران له امله ډيرو چيلنجونو سره مخ وو،د آئي ايم ايف پروګرام اخستل وو او الحمد الله پاکستان ډيفالټ څخه بچ كړے شو او نن زمونږ د معيشت اشاريے ښه والي پلو رواني دي،معاشي استحکام پلو مخ په وړاندې روان يو۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ قومي معيشت د پرمختګ پلو تندۍ سره روان دے،دا لوئ چيلنج او عزم دے د كوم لپاره به چې په ګډه كار كول وي۔ وزيراعظم ووئيل په سفارتي محاذ هم لوے څښتن پاکستان له هغه کاميابۍ وركړې دي كومي چې تاريخ كښې مثال نه لري۔ وزيراعظم ووئيل سعودي عرب سره دفاعي معاهده شوي او سعودي عرب د پاکستان داسې هركلے كړې كوم چې وړاندې چا نه وو كتلے۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلغ ته ما وينا كړي او نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه شوي،دغسې واشنګټن كښې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات شوې او د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي،مونږ ټولو په ګډه د امريکې صدر ته وئيلي چې دا جنګ بندول به لوئ خدمت وي په دې د امريکې صدر لوظ وكړو چې جنګ بندۍ لپاره چمتو يو او نن الحمد الله جنګ بند شوې۔ وزيراعظم ووئيل جنګ بندي څخه يوه دقيقه وړاندې هم ماشومان او جينكۍ شخيداني كړې شوي۔وزيراعظم ووئيل دا لوئ خدمت دے د كوم اجر به چې هغه ټولو كسانو ته ترلاسه كيږي كومو چې جنګ بندۍ كښې کردار ترسره كړې او پاکستان هم په هغې كښې خپله برخه اخستي۔وزيراعظم ووئيل يقيناً دا کريډټ د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ته ترلاسه دے چا چې د دې عمل قيادت کړې او زمونږ په موجودګۍ كښې د جنګ بندۍ معاهده شوې۔وزيراعظم ووئيل د ټولي نړۍ لارښود هلته موجود وو خو لوے څښتن په خاص کرم سره پاکستان ته عزت ترلاسه شوے او پروګرام نه ځانله كه د نړۍ كوم لارښود خطاب کړې نو هغه د لوے څښتن په فضل پاکستان ته موقع ترلاسه شوي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل كه مونږ ټول په ګډه پريكړه وكړو چې مونږ به د پاکستان معاشي تقدير بدلوو نو څه ډول چې جنګ كښې كاميابي ترلاسه شوي دغسې به مونږ معاشي ميدان كښې په ګډه هڅي كولو سره كامياب شو۔ وزيراعظم ووئيل د كے پي كے نوي وزير اعليٰ له ما مباركي وركړي او هغه ته مو وئيلي چې صوبائي اسمبلي منتخب کړې او زمونږ لپاره محترم ئې او د پاکستان ښه ګټو له به په ګډه كار كوو۔ وزيراعظم ووئيل كه پاکستان وي نو مونږ به يو، كه د پاکستان عزت وي نو هغه به زمونږ د ټولو عزت وي دې لپاره ټول اختلافات هيرولو سره د پاکستان تقدير بدلولو او د قائد اعظم او ډاکټر علامه اقبال خوبونو تعبير به كول وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ ټول به په ګډه محنت کوي لوے څښتن به مونږ له په نړۍ كښې خپل مقام راكړي۔په دې موقع د قومي اسمبلۍ غړي چوهدري افتخار نذير، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ، وفاقي وزير عبدالعليم خان ،وزير مملکت عبدالرحمان کانجو ،د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملک محمد احمد خان ، معاون خصوصي طلحه برکي ،د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړي او د جهانياں د سيمي مشران هم موجود وو۔










