اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) اكيډمي آف كنټيمپرري چائنا اينډ ورلډ اسټډيز (اے سي سي ډبليو ايس ) يو پلاوي د قومي خبر رسني ادارے ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان (اے پي پي) هيډكوارټر دوره وكړه چرته چې پلاوې د قومي خبر رسني ايجنسۍ د كار كولو تګلاري او تربيتي او تبادلې پروګرامز كښې د شريكي مرستي امكاناتو په اړه خبر كړې شو۔پلاوي كښې د چائنا انټرنيشنل كميونيكيشنز …
د چين پلاوي د اے پي پي هيډكوارټر دوره، تربيتي او تبادلې پروګرامز كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) اكيډمي آف كنټيمپرري چائنا اينډ ورلډ اسټډيز (اے سي سي ډبليو ايس ) يو پلاوي د قومي خبر رسني ادارے ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان (اے پي پي) هيډكوارټر دوره وكړه چرته چې پلاوې د قومي خبر رسني ايجنسۍ د كار كولو تګلاري او تربيتي او تبادلې پروګرامز كښې د شريكي مرستي امكاناتو په اړه خبر كړې شو۔پلاوي كښې د چائنا انټرنيشنل كميونيكيشنز ګروپ (سي آئي سي جي) ايډيټر اِن چيف ګاؤ آنمنګ، نائب صدر ليو لي او اے سي سي ډبليو اېس سے ګو جيا يو شامل ؤ۔ډائريكټر نيوز اے پي پي شمائله عندليب پلاوي له د اے پي پي په پراخه ادارتي نيټ ورك، چې پكښې اسلام آباد هيډكوارټر، سيمه ايزي دفتري، اسټيشنز، غير ملكي نامه نګار او ټول هېواد كښې موجود جز وقتي رپورټرز شامل دي په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔دي د پاكستان او چين ترمينحھ قوي اړيكي كومي چې په اسټريټجكي شراكت دارۍ او شريك باور اډانه دي رامخې ته كولو كښې د اے پي پي كردار په خاص توګه د سي پيك او بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) په شان د منصوبو په تناظر هم رڼا واچوله۔د دې دورے مقصد د دواړو ادارو ترمينځه مرستي ته وده وركول او تربيتي او معلوماتي تبادلے موقعو لټول وو۔ډائريكټر اردو نيوز سروس عبد الحميد تبسم، ډائريكټر ډپلوميټك علي رضا علوي او د اے پي پي سينئر خبريالانو د اے پي پي او چين ميډيا و تربيتي ادارو ترمينځه په فعاله رابطو زور راوړو۔دوي ووئيل دا ډول مرسته اولسي رابطو قوي كولو كښې او شريك تفهيم ته وده وركولو لپاره ضروري ده۔چائنا انټرنيشنل كميونيكيشنز ګروپ (سي آئي سي جي) ايډيټر ان چيف ګاؤ آنمنګ ووئيل سي آئي سي جي كوم چې 1949 كښې جوړ شوې هواچين تر ټولو ښه نړيوال مواصلاتي تنظيمونو كښې يو دے۔دا اداره په 21 ذيلي ادارو، دوه نړيوال قومي ايسوسي ايشنز او 14 هېوادونو او سيمو كښې 26 بهر هېوادونو كښې په څانګو مشتمل ده۔ده ووئيل سي آئي سي جي نړۍ د چين د پرمختګ څخه خبرولو،نړيوالو تبادلو ته ودي وركولو او اولسي رابطو مستحكم بكولو كښې كردار ترسره كوي۔د اكيډمي آف كنټيمپريري چائنا اينډ ورلډ اسټډيز (اے سي سي ډبليو ايس) نائب صدر فان ډاقي هم د اے پي پي سره تحقيق، نړيوالو تبادلو او بين الثقافتي مواصلات په څانګو كښې د مرستي خواهش څرګند كړو۔د چين پلاوي د اے پي پي د بېلو څانګو دوره وكړه چې پكښې “چائنا نيوز ډيسك” ههم شامل وو۔پلاوي ته ووئيل شول چې دا ډيسك د چين په ژبه كښې خبرونه شائع كوي او د دې بنيادي مقصد چين او پاكستان ترمينځه اسټريټجكي اړيكي رامخې ته كول دي۔دا دوره انسټي ټيوټ آف پيس اينډ ډپلوميټك اسټډيز ( آئي پي ډي ايس) منظم كړې كوم چې اسلام آباد كښې جوړ يو تھنك ټينك دے او د تحقيق، وكالت او قيادت تربيې د لارې سفارت كاري، امن او سلامتيا ودي له كار كوي۔ آئي پي ډي اېس صدر ډاكټر فرحت آصف او ډائريكټر آصف نور هم د پلاوي سره وو۔










