اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره پاكستان كښې د روس سفير البرټ پي خوروف ملاقات كړې او هغه سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو، شمالي سيمو كښې قدرتي ښكلا، سياحت ودي او د ميډيا په مرسته دسخيالاتو څرګندونه كړي۔ ملاقات كښې د قومي خبر رسني ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان كارپوريشن (اے پي پي) او روس Sputnik نيوز …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره د روس سفير البرټ پي خوروف ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو، شمالي سيمو كښې قدرتي ښكلا، سياحت ودي او د ميډيا په مرسته دسخيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره پاكستان كښې د روس سفير البرټ پي خوروف ملاقات كړې او هغه سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو، شمالي سيمو كښې قدرتي ښكلا، سياحت ودي او د ميډيا په مرسته دسخيالاتو څرګندونه كړي۔ ملاقات كښې د قومي خبر رسني ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان كارپوريشن (اے پي پي) او روس Sputnik نيوز ايجنسۍ ترمينځه د مفاهمت يادداښت نه علاوه پاكستان ټيلي ويژن (پي ټي وي ورلډ) او آر ټي (رشين ټي وي) ترمينځه د مرستي معاهدے له په حتمي شكل وركولو خبري اتري وشوي۔په دې موقع په اولسي كچه د تبادلې پروګرام ترمخه ډيجيټل انفلوئنسرز او په ځوانانو مشتمل پلاويو تبادلو په اړه په تجاويز ههم غور وشو ۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پاكستان او روس خپلو كښې په شريك باور او احترام اډانه سفارتي اړيكي لري۔ د روس سفير ووئيل پاكستان كښې شمالي سيمو سياحتي صلاحيت د نړۍ سېلګرو لپاره زړه راښخكونكې دے، د روس سېلګري پاكستان سياحتي سيمو كښې خاص خوښي لري۔ ده ووئيل پاكستان او روس اړآكي بام ته رسولو سره به عملي شراكت دارۍ كښې بدلولې شي۔ دواړه لارښود ميډيا، ثقافت او سياحت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته ودي وركولو ته سلا شول۔










