د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي د پاكستان ټيسټ كركټ ډلي په اعزاز كښې عشائيه

اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمين محسن نقوي د پاكستان ټيسټ كركټ ډلي په اعزاز كښې عشائيه وركړه چې پكښې قومي لوبغاړو او ټيم مينجمنټ ګډون وكړو۔د دستوري په مهال د پي سي بي چيئرمين د لوبغاړو كاركردګي ستائلو سره ووئيل قومي ډلي جنوبي افريقې په ضد وړومبي ټيسټ ميچ كښې ښه كاميابي ترلاسه كولو سره د قوم سر فخر سره …

اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمين محسن نقوي د پاكستان ټيسټ كركټ ډلي په اعزاز كښې عشائيه وركړه چې پكښې قومي لوبغاړو او ټيم مينجمنټ ګډون وكړو۔د دستوري په مهال د پي سي بي چيئرمين د لوبغاړو كاركردګي ستائلو سره ووئيل قومي ډلي جنوبي افريقې په ضد وړومبي ټيسټ ميچ كښې ښه كاميابي ترلاسه كولو سره د قوم سر فخر سره پژرته كړې۔ده ووئيل د لوبغاړو محنت او ټيم ورك د لارې كاميابي ترلاسه شوې كومه چې د ستائنې وړ ده۔ د پي سي بي چيئرمين ووئيل كركټ يواځې يوه لوبه نه ده بلكه ملګرتيا،شريك احترام او قومي يووالي ذريعه ده۔ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان ډله به د كركټ روښانه روايات برقرار ساتلو سره سباؤن كښې هم د هېواد او قوم نامه روښانه كړي۔