واشنګټن 18 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف ورلډ بينك كلنو غونډو په موقع د نړيوال بينك صدر اجے بانګا سره ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال د خزاني وفاقي وزير د نړيوال بينك سره د پاكستان شراكت داري لا قوي كولو د عزم څرګندونه وكړه۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني …
د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب د نړيوال بينك صدر سره وليدل
واشنګټن 18 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف ورلډ بينك كلنو غونډو په موقع د نړيوال بينك صدر اجے بانګا سره ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال د خزاني وفاقي وزير د نړيوال بينك سره د پاكستان شراكت داري لا قوي كولو د عزم څرګندونه وكړه۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وفاقي وزير د وزيرِاعظم پاكستان په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په مهال د نړيوال بينك صدر سره شوې د نتيجې وړ ملاقات ذكر وكړو۔د خزاني وفاقي وزير صدر اجے بانګا د حكومت د سېلاب په اړه د اقداماتو څخه خبر كړو۔د خزاني وفاقي وزير د سېلاب زيانونو تخمينے بشپړولو نه پس د نړيوال بينك په وخت په مرسته كولو مننه وكړه۔د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د حكومت ټيرف پاليسي جوړولو كښې د نړيوال بينك تكنيكي معاونت مننه وكړه ۔ د خزاني وفاقي وزير د ګيس و توان په څانګو كښې اصلاحات لپاره د كوټلي تګلارې خپلولو په حاجت ضرورت زور راوړو۔










