اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اعلٰی وزيرانو په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په ګډون نه كولو د افسوس څرګندونې كولو سره وئېلي دي په دې غونډه كښې د غنمو٬د اوړو د قلت په خاتمه ٬ د افغان كډوالو په ستنېدو٬ د سېلاب ځپليو د …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ګډون نه كول افسوس ناك دے٬په اولسي مسئلو قامي اتفاق ضروري وي۔اختيار ولي خان
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اعلٰی وزيرانو په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په ګډون نه كولو د افسوس څرګندونې كولو سره وئېلي دي په دې غونډه كښې د غنمو٬د اوړو د قلت په خاتمه ٬ د افغان كډوالو په ستنېدو٬ د سېلاب ځپليو د مرستې په لائحه غور او اقدات كول وو ۔ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په غونډه كښې د ټولو اعلٰی وزيرانو ګډون كړے خو د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په ګډون نه كولو د صوبې اولس ګټې ته زيان رسولے دے










