اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)پاكستان نوې ډيلۍ كښې د هند او افغانستان په شريك بيان د خپل سخت تحفظات او غبرګون څخه په پاكستان كښې د افغانستان سفير خبرولو سره وئېلي دي د اكتوبر په لسمه نيټه جاري بيان كښې د جمو او كشمير د هند برخه ګرځول د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د جمو او كشمير قانوني حېثيت ښكاره خلاف ورزي ده۔د خارجه دفتر …
د هند او افغانستان لخوا شريك بيان كښې جمو او كشمير د هند برخه ګرځول د سلامتي كونسل اړوند قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)پاكستان نوې ډيلۍ كښې د هند او افغانستان په شريك بيان د خپل سخت تحفظات او غبرګون څخه په پاكستان كښې د افغانستان سفير خبرولو سره وئېلي دي د اكتوبر په لسمه نيټه جاري بيان كښې د جمو او كشمير د هند برخه ګرځول د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د جمو او كشمير قانوني حېثيت ښكاره خلاف ورزي ده۔د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل دا بيان د هند غېر قانوني تسلط لاندې د جمو او كشمير خلقو د حق خود اراديت لپاره د هغوي په منصفانه هلو ځلو كښې د قربانو او جذباتو په اړه په بې حسۍ اډانه دے۔ده ووئيل پاكستان د افغانستان عبوري خارجه وزير دا ادعا هم په سختۍ سره رد كوي چې ترهه ګري د پاكستان دننه مسئله ده ځكه چې پاكستان د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو عناصرو موجودګۍ په اړه تفصيلات وركړي٬ كوم چې د افغانستان دننه د موجود عناصرو ملاتړ څخه د پاكستان په ضد د افغان خاورې څخه هلې ځلې كوي۔وياند ووئيل په ترهه ګرۍ د قابو موندلو ذمه واري په پاكستان اچولو څخه عبوري افغان حكومت منطقه او دې څخه بهر د امن او استحام باوري كولو خپلو ذمه وارو څخه خلاصے نشي موندلے










