اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بينظير هنرمند پروګرام د بي آئي اېس پي تر مخه مستحق كورنۍ د غريبۍ څخه د خلاصي سفر كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ نزدې 1 كروړ مستحق كورنۍ د بي آئي اېس پي كيش ټرانسفر پروګرام څخه مستفيد كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د غربت خاتمې نړيوالې ورځ په موقع جاري پېغام كښې …
بينظير هنرمند پروګرام د مستحق كورنيو د غريبۍ څخه د خلاصي يو مهم سنګ ميل دے۔سينيټر روبينه خالد
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بينظير هنرمند پروګرام د بي آئي اېس پي تر مخه مستحق كورنۍ د غريبۍ څخه د خلاصي سفر كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ نزدې 1 كروړ مستحق كورنۍ د بي آئي اېس پي كيش ټرانسفر پروګرام څخه مستفيد كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د غربت خاتمې نړيوالې ورځ په موقع جاري پېغام كښې وكړه ۔سينيټر روبينه خالد ووئېل د غربت خاتمه ٬ميرمنې خپلواكه كول او د پائيدار پرمختګ اهداف له مخې جامع اقتصادي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره كار روان دے۔دې ووئيل چبي آئي ايس پي د پاكستان تر ټولو مهم سماجي تحفظ پروګرامونو كښې يو دے او د دې شمېره د نړۍ په ځانګړو سماجي د خېر ښېګړو اقداماتو كښې كيږي كوم چې غريبو كورنيو ته سماجي تحفظ او د خود انحصارۍ او وقار لارې هواري ۔دې ووئيل بينظير هنرمند پروګرام د بي آئي اېس پي تر مخه مستحقې كورنۍ د غربت څخه خلاصولو سفر كښې يو مهم سنګ ميل دے










