پاكستان د افغان طالبان ٬ فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان لخوا په پاك افغان پوله په جواز نه لرونكې جارحيت د ژورې اندېښنې څرګندونه ٬ پاكستان سوله ايز ٬ مستحكم ٬ په سيمه ايزه توګه تړلي او سوكاله افغانستان له خوښي لري٬ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان خبري كنفرنس

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د 11 او 12 اكتوبر او بيا د 15 اكتوبر په منځومانې شپه د افغان طالبان ٬ فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان لخوا په پاك افغان پوله په جواز نه لرونكي جارحيت د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستان د خپلې دفاع حق كارولو سره نه يوازې دا چې په …

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د 11 او 12 اكتوبر او بيا د 15 اكتوبر په منځومانې شپه د افغان طالبان ٬ فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان لخوا په پاك افغان پوله په جواز نه لرونكي جارحيت د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستان د خپلې دفاع حق كارولو سره نه يوازې دا چې په پوله ترسره كېدونكي بريدونه وتنبول بلکه طالبان فورسز او هغوي سره تړون لرونكو ترهګرو ته يۍ هم ځاني او مالي زيان ورسولو۔ ده ووئيل زمونږ هدف او سم دفاعي غبرګون شهري وداني په نخښه كول نه وو۔ وياند ووئيل د طالبان حكومت په خواست او رضامندۍ سره د پاكستان حكومت په عارضي اور بند د عملد درآمد پرېكړه وكړه كومه چې د 15 اكتوبر ماښام 6 بجو څخه نافذ العمل ده او دا به 48 ساعته دوام لري۔ وياند ووئيل په دې موده كښې به دواړه فريقېن د تعميري خبرو اترو د لارې د دې پېچلې مسئلې حل لټولو له مخلصانه هڅې كوي۔ وياند ووئيل پاکستان خبرو اترو ٬ سفارت کارۍ او افغانستان سره سره ګټورو اړيكو ته زيات اهميت وركوي٬ پاكستان په صورتحال ژور نظر ساتلے او د خپلې خاورې او اولس تحفظ له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د ترهګر عناصرو د موجودګۍ څخه پام بل پلو ګرځولو له په هند كښې د عبوري افغان خارجه وزير ادعاګانۍ به سختۍ سره مسترد كړې دي٬ دغې بې بنسټه ادعاګانو سره طالب حكومت د سيمه ايز امن او استحكام په اړه د خپلو ذمه وارو څخه بري كېدې نه شي۔ ده ووئيل په افغان خاوره د ترهګر عناصر د پرله پسې موجودګۍ په شمول د ملګرو ملتونو د مانيټرنګ ډلې رپورټس او په افغانستان كښې د هغوي د فعاليتونو آزادۍ له په ښه ډول دستاويزي شكل وركړے شوے ۔ وياند ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ يو ګډ مقصد دے ٬ طالب حکومت له به د ذمه وارو بدلولو په ځاے خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ له د كارولو اجازې نه وركولو په بابله د خپل عزم احترام كول وي۔ شفقت علی خان ووئيل پاكستان د افغانستان خاورې څخه د فتنة الخوارج او د فتنة الهندوستان د موجودګۍ اړوند تحفظات يو شمېر ځله ښكاره كړې دي۔ پاكستاني طمعه لري چې طالبان حكومت به د دې ترهګرو په ضد كوټلې او د تصديق وړ كارروائي وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د ښه ګاونډي په توګه او د انسانيت د جذبې او د اسلامي ورورولۍ لاندې څلور لسيزو ته نزدې د 40 لكه افغانانو كوربتوب كوي۔ وياند ووئيل پاكستان يو سوله ايز او سوكاله افغانستان له خوښي لري۔ پاكستان هيله لري چې طالبان حكومت به په ذمه وارۍ سره كار وكړي٬ د خپلو وعدو احترام به وكړي۔ خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو له به تعميري كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل مونږ دا هم هيله لرؤ چې يو ورځ به افغان اولس آزاد شي او هغوي به يو حقيقي نمائنده حكومت ولري۔